د لاس رسي وړ اتصالات

افغان دولت: د نشه يي توکو له کاروباره ترلاسه شوې پیسې پر جګړه لګیږي


افغان دولت: د نشه يي توکو له کاروباره ترلاسه شوې پیسې پر جګړه لګیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

افغان دولت د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون کې وايي چې وسله وال مخالفین هرکال د نشه يي توکو له تولید او کاروبار څخه تر یو میلیارد ډالرو عواید لري او دا پیسې په افغانستان کې په جګړه کې لګوي.

افغان دولت د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون کې وايي چې طالبان هرکال د نشه يي توکو له تولید او کاروبار څخه تر یو میلیارد ډالرو عواید لري او دا پیسې په افغانستان کې په جګړه کې لګوي.

ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي چې وسله‌والو طالبان د افغانستان په جنوب کې د هیروینو او نورو نشه يي توکو د تولید فابریکې جوړې چې دغه نشه يي‌توکي نه یوازې په افغانستان کې کاریږي بلکې بهر ته هم قاچاقیږي.

د ملګرو ملتونو د څیړنې ډلې په دغه څېړنیز راپور کې راغلي چې طالبانو په دې وروستیو کې د "تنظیم" په نوم یوه ډله جوړه کړې چې له ګاونډیو هیوادونو سره پر پولو د نشه يي توکو د تولید او قاچاق مسئولیت پر غاړه لري.

راپور دغه راز وايي چې طالبان د خپلو مالي ستونزو د حل لپاره کوکنار کري او نور نشه يي توکي تولیدوي او له دې لارې له ترلاسه شویو پیسو څخه د افغانستان په جګړه کې استفاده کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال محمد هاشم اورتاق د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون کې وايي چې د نشه يي توکو کاروبار د دولت د وسله‌والو مخالفینو د عایداتو لویه برخه جوړوي او له دې لارې هرکال شاوخوا یو میلیارد ډالر لاس ته راوړي.

ښاغلی اورتاق وايي "زموږ عملیاتو هم ښودلې ده چې په اکثره مواردو کله چې موږ د کارخانو د تخریب لپاره ورغلي یو زموږ پولیس د هغوی له نظامي غبرګون سره مخامخ شوي دي، حتا موږ هلته د ځانمرګو بریدونو وسایل ترلاسه کړي، دا ټول ښيي چې د دولت وسله‌والې مخالفې ډلې، غیرمسول وسله‌وال افراد، مافیا، کورني او بهرني قاچاقبران د دې قضیې ترشا دي، دوی په خپل منځ کې همکاري لري ترڅو له دې لارې غیرقانوني او نامشروع پیسې لاس ته راوړي او بیا یې په جګړه کې زموږ د مظلومو خلکو په وړاندې مصرف کړي".

د کورنیو چارو وزارت وايي چې یوازې په تیر عیسوي کال کې د مخدره موادو پرضد د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته شاوخوا یو میلیارد ډالر زیان اړول شوی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دغه راز راغلي چې طالبانو په فراه او بادغیس ولایتونو کې د هیرویینو د تولید نوې فابریکې هم جوړ کړي او په دغو فابریکو کې تولید شوې ۶۰ فیصده شیشه ډوله نشه يي توکي په افغانستان کې دننه معتادینو باندې پلوري او پاتې یې د نړیوالې مافیا په همکارۍ ایران، سویلي افریقا، اسټرالیا او مرکزي آسیا هیوادونو ته قاچاق کوي.

شنونکي وايي چې طالبان د نشه يي توکو له تولید او کاروبار څخه د خپلې جګړې د تمویل لپاره کار اخلي.

شنونکی اسدالله ندیم وايي‌ "دا د طالبانو لپاره یو ډېر لوی او بې‌زحمته عاید دی او تر هغې چې یو بهرنی فشار، کورنی او ټولنیز فشار پر طالبانو رانوستل شي زه فکر نه کوم چې طالبان په آسانۍ له خپل دغه عاید څخه لاس واخلي".

که څه هم طالبانو د ملګرو ملتونو راپور رد کړی خو تر دې وړاندې سیګار او پنټاګون پر دغې ډلې د نشه يي توکو په فعالیتونو کې د لاس لرلو تور لګولی و او ویلي یې و چې وسله‌وال هر کال له دغه کاروبار څخه یو نیم ملیارد ډالر لاسته راوړي.
XS
SM
MD
LG