د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه يي توکو په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته د افغان حکومت غبرګون


د نشه يي توکو په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته د افغان حکومت غبرګون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په خپل کلني راپور کې ویلي چې لا هم افغانستان د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او د کرونا وایروس د خپرېدو له امله په دې برخه کې مبارزه اغیزمنه شوې ده.

له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په خپل کلني راپور کې ویلي چې لا هم افغانستان د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او د کرونا وایروس د خپرېدو له امله په دې برخه کې مبارزه اغیزمنه شوې ده.

افغان حکومت د نشه يي توکو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې وايي سره له دې چې د کرونا وایروس خپرېدل، له نشه یي توکو سره پر مبارزې اغیزه کړې خو بیا یې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د نشه يي توکو په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال نړیوال راپور ښيي چې لا هم افغانستان د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او له تیرو پنځو کلونو راهیسې په کې د نړۍ په کچه ۸۴ سلنه اپین تولیدېږي.

له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په دې راپور کې ویلي چې په نړۍ کې د کرونا وایروس خپرېدو له نشه يي توکو سره مبارزه تر اغیزې لاندې راوستې.

خو افغان حکومت وايي چې د کروناویروس له ګواښ سره بیا هم له نشه یي توکو سره مبارزه د د دوی په لومړیتوب کې ځای لري.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي چې د کرونا وایرس له امله په ځینو مواردو کې د حکومت پلانونه او کارونه اغېزمن شوي دي.

هغه وايي " زموږ لپاره لومړی دا مهمه ده چې د خلکو امنیت خوندي کړو او په دویم ګام کې له نشه يي توکو سره مبارزې ته دوام ورکړو، تر څو له نشه يي توکو سره مبارزه کې ځنډ رانه شي".

خو د ولسي جرګې غړی محمد علي اخلاقي، په دغه هېواد کې د اعتیاد د ستونزې پراختیا ته په اشارې افغان حکومت له نشه يي‌ توکو سره د مبارزې په برخه کې په پاتې راتلو تورنوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلې چې د تېرو درېیو کلونو په پرتله په افغانستان کې د هیروییونو او اپینو بیه تر ۷۵ سلنې راټيټه شوې او دغه راز په دې موده کې د کوکنارو په کښت کې هم د پام وړ کموالی راغلی.

دا راپور داسې مهال خپور شوی چې افغان حکومت، د جون له ۲۶ مې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې نړیواله ورځ په افغانستان کې له دغې پدیدې سره د مبارزې لپاره په ملي کچه د همغږۍ اونۍ پېل کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې اونۍ په مناسبت ویلي چې له نشه يي‌ توکو سره په مبارزه کې یې جدي ګامونه پورته کړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي چې تېر کال یې د نشه يي توکو ۲۳ مهم قاچاق وړونکي نیولي دي.

ښاغلي اندرابي د دغې اونۍ په مناسبت له خلکو وغوښتل چې له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د پولیسو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم، د تروریستي او مافیايي ډلو په لاس او د دولتونو په مرسته د نشه يي توکو سیمه ییز او نړیوال قاچاق په افغانستان کې د جګړې د دوام اساسي عوامل بللي دي. امنیت شورا وايي چې افغان حکومت له نشه يي توکو سره مبارزې ته ژمن دی او ټینګار یې کړی چې په دې برخه کې د اغیزمنې مبارزې لپاره سیمه‌یزو او د نړیوالې ټولنې همکاریو ته اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG