د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: د تریاکو پخوانیو کروندګرو سږ کال غنم کرلي


کندهار: د تریاکو پخوانیو کروندګرو سږ کال غنم کرلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په کندهار کې د غنمو کروندګر وايي چې په خپلو حاصلاتو سره به تر ډېره په دغه ولایت کې د غنمو اړتیا پوره کړي.

په کندهار کې د غنمو کروندګر وايي چې په خپلو حاصلاتو سره به تر ډېره په دغه ولایت کې د غنمو اړتیا پوره کړي.

دوی تېر کال د کوکنارو کښت کرلی و، خو سږکال يې د خلګو اړتیاوو ته په کتو د غنمو کرلو ته مخه کړې ده.

دغه کروندګر چې تازه یې د غنمو لو پېل کړی، وايي دا کال به د نورو په پرتله تر ډېره په کور دننه مارکېټ کې د غنمو اړتیا پوره کړي.

علي محمد تېر کال په خپل پټي کې د کوکنارو کرښت کړی و، خو دا کال یې پر خپله ځمکه غنم کرلي، هغه وايي چې کروندې یې ښه حاصل ورکړی.

هغه وايي " خلکو به پاکستاني غنم کارول، چې هم ګران ول او هم یې د اوړو کیفیت ښه نه و، خو دا کال ډېر غنم شوي چې د خلکو اړتیا به پوره کړي".

د کرونا وايروس د خپریدو له امله د کندهار په بازارونو کې د بې کیفیته اوړو خرڅلاو زیات شوی، چې خلک يې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ کړي.

خو په دې ولایت کې غنمو د حاصلاتو په را ټولیدو سره دا سې اټکل کیږي چې د مارکېټ لویه برخه اړتیا به پوره کړي.

د ډنډ ولسوالۍ د غنمو کروندګر وايي چې د مارکېټ اړتیا يې پيژندلې او تر څنګ يې ځان مسئول ګڼي چي د خپلو خلګو د غنمو اړتیا هم ور پوره کړي.

ځمکه وال وايي چې اوس ډېری کروندګر د کوکنارو پر ځای د حلالو کښتونو کرلو ته لېوال دي، خو وايي چې حکومت یې باید د سړو خونو، تخمونو، اوبو رسونې او بازار موندنې په برخه کې لاسنیوی وکړي.
XS
SM
MD
LG