د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیاوال معتاد: که په نشو اخته شوی نه وای، لوړې چوکۍ ته رسېدم


پکتیاوال معتاد: که په نشو اخته شوی نه وای، لوړې چوکۍ ته رسېدم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

د پکتیا د ګردېز اوسېدونکي ګل آغا په ملي اردو کې شاوخوا اته کاله دنده ترسره کړې، خو په نشو د اخته کېدو له امله يې نه يواځې خپله له لاسه ورکړې، بلکې کورنی ژوند يې هم له سختو کړاوونو سره مخ دی.

د پکتیا د ګردېز اوسېدونکي ګل آغا په ملي اردو کې شاوخوا اته کاله دنده ترسره کړې، خو په نشو د اخته کېدو له امله يې نه يواځې دنده له لاسه ورکړې، بلکې کورنی ژوند يې هم له سختو کړاوونو سره مخ دی.

د ملي اردو دغه پخوانی سرتېری وايي په خپله دنده کې ښه بريالی و او غوښتل يې چې يو ښه نظامي آفسر شي، مګر په خپل لاس يې دا هيله له خاورو سره خاورې کړه.

هغه وايي " اوس کله کله سوچ کوم، وايم که دا مې نه څکلولی، په همدا اردو کې زه يوې غټې چوکۍ ته رسيدم. خو بدبختانه په دغه عمل باندې راغلو. له هرڅه نه وغورځېدو. دا يو اميد مې و خو سرته ونه رسيدو".

ګل آغا د کابل په حربي ښوونځي او بيا حربي پوهنتون کې نظامي زده کړې کړې، مګر د نشې له لاسه يې نه يواځې له دندې بلکې له کور او کلي هم پاته شو.

ګل آغا وايي " اوس چې کلي ته ځم، له ښه دوست او ملګري سره مخامخ شم، راته وايي چې په کلي کې ستړي مشي درسره کوم، خو که بازار کې راسره مخ شوې دا ګيله ونه کړې چې ولې يې ما ته سلام عليک رانه کړ. که زده له تاسره ودرېږم خلک به وايي چې دی يې هم څکوي".

هغه له ټولو خلکو، په ځانګړې توګه له ځوانانو غوښتنه لري، چې د نشه يي موادو له استعماله ځان وژغوري، خپلې ټولنې او هېواد ته خدمت وکړي.
XS
SM
MD
LG