د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: نشه يي توکي د طالبانو په سیمو کې کرل کیږي


افغان حکومت: نشه يي توکي د طالبانو په سیمو کې کرل کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

افغان حکومت وايي چې د کوکنارو د کروندو لویه برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ده او دغه ډله هرکال له نشه ‌یي توکو څخه زیات عواید لاس ته راوړي.

افغان حکومت وايي چې د کوکنارو د کروندو لویه برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ده او دغه ډله هرکال له نشه ‌یي توکو څخه زیات عواید لاس ته راوړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې له تېر میلادي کال راهیسې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو زرګونه قاچاقبران نیولي او د نشه یي توکو مافیا ته یې تر یو نیم سل میلیونه ډالرو زیات زیان اړولی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر اوسه له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو نږدې څلور زره او ۹۰۰ عملیات ترسره کړي او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور یې د یوشمیر دولتي کارکوونکو او بهرنیانو په ګډون پنځه زره او ۶۲۰ تنه نیولي دي.

دغه وزارت وایي پولیسو له دغو قاچاقبرانو څخه ۱۲۷۰ ټنه بیلابیل نشه‌يي توکي نیولي او د مخدراتو د تولید او پروسس لسګونه کارخانې یې هم له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال محمدهاشم اورتاق وايي په دغو عملیاتو کې د نشه‌يي توکو مافیا ته ۱۵۲ میلیون ډالره زیان اړول شوی دی.

هغه وايي "له اتیا سلنې څخه زیات نشه‌يي مواد د دولت د وسله‌والو مخالفینو، تروریستانو او طالبانو تر نفوذ اوکنټرول لاندې سیمو کې کرل کېږي. موږ له یوې خوا له تروریزم سره چې له بهر څخه پر موږ تپل شوی جنګېږو او له نشه‌يي موادو سره هم جنګېږو. موږ خپل تدابیر لرو او ۷۰۲ هکتاره ځمکه چې موږ په کې کوکنار له منځه وړي، دا د دولت ژمنتیا ښيي، د همدې ژمنې په اساس تر کوم ځایه پورې چې امکان وي موږ مخکې ځو".

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وایي چې په روان میلادي کال کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د لسو لویو قاچاقبرانو له شمېرې څلور تنه یې نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.

هغه وایي افغان ځواکونو د تېر میلادي کال راهیسې څه باندې ۱۱زره معتادین هم د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د درملنې لپاره راټول کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د ملي اونۍ په مناسبت په کابل کې د معتادینو د راټولولو کمپاین پیل کړ او شاوخوا ۲۰۰ معتادین یې د ښار له مختلفو سیمو څخه راټول او په روغتون کې بستر کړل.
XS
SM
MD
LG