د لاس رسي وړ اتصالات

د ښوونځي یو زده کوونکی څنګه خپلو ملګرو په نشو اخته کړ؟


د ښوونځي یو زده کوونکی څنګه خپلو ملګرو په نشو اخته کړ؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

شپاړس کلن مطیع الله چې دوه کاله کیږي نشه يي‌توکي کاروي خپلو ملګرو په نشو اخته کړی، خو هغه اوس غواړي له نشو لاس واخلي او بېرته خپلې زده کړې پیل کړي.

شپاړس کلن مطیع الله چې دوه کاله کیږي نشه يي‌توکي کاروي خپلو ملګرو په نشو اخته کړی، خو هغه اوس غواړي له نشو لاس واخلي او بېرته خپلې زده کړې پیل کړي.

دغه تنکی ځوان چې د نشو له امله یې زده کړې پاتې شوي وايي چې په سر کې یې له ملګرو سره سګرېټ څکول، بیا یې چرس وڅکول چې وروسته یې تریاکو، شیشې او پوډرو ته مخه کړه.

مطیع الله وايي" ما ښوونځی لوست، مدرسې ته هم تلم، خو کله چې په نشو اخته شوم زده کړې مې پاتې شوې، زه څو کاله د ټولګي اول نومره وم، کله چې مې مواد شروع کړل، درس به مې نه شو زده کولای، یوازې به حاضري ته تلم نور به له ښوونځي تښتېدم".

هغه چې اوس د کابل په یو روغتیايي مرکز کې تر درملنه لاندې دی، وايي د درملنې یې درې میاشتې پوره شوي دي او درې میاشتې نور به یې هم په دغه مرکز کې درملنه روانه وي.

مطیع الله وايي‌ کله چې روغ شو بېرته خپلې زده کړې پیلوي او له داسې ملګرو سره به هیڅ ناسته ولاړه ونه کړي چې نشه يي‌توکي کاروي.
XS
SM
MD
LG