د لاس رسي وړ اتصالات

رسولي: د پکتیکا د معتادینو په یوازېني روغتون کې درملنه زیاته شوې


رسولي: د پکتیکا د معتادینو په یوازېني روغتون کې درملنه زیاته شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

د پکتیکا د عامې روغتیا رئيس وايي چې د دې ولایت د ارګون ولسوالۍ د معتادینو د درملنې په یوازېني روغتون کې د تېرو کلونو په پرتله د درملنې کچه زیاته شوې ده.

د پکتیکا د عامې روغتیا رئيس وايي چې د دې ولایت د ارګون ولسوالۍ د معتادینو د درملنې په یوازېني روغتون کې د تېرو کلونو په پرتله د درملنې کچه زیاته شوې ده.

ډاکټر اسدالله رسولي وايي د روان مالي کال له پېله ۸۶ معتادین په روغتون کې بستر شوي دي چې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي او همدارنګه د ۲۵ نورو درملنه تر روغتون د باندې شوې ده.
رسولي وايي " ۲۲ کسانو درملنه ترک کړې ده، اوس ۲۲ ناروغان تر درملنه لاندې دي، څلور تنه په خپلو کورونو کې دي، اووه ناروغان چې جوړ شوي دي، په دې ورځو کې له روغتون څخه رخصت او خپلو کورنو ته لاړ شي".

د روغتیا رئيس وايي چې د تېرو کلونو په پرتله دا شمېره لوړه ده، او ښيي چې د درملنې لپاره د معتادینو لېوالتیا زیاته شوې ده.

په پکتیکا کې د معتادینو د درملنې یو بل روغتون په مرکز ښرنه کې جوړ شوی، چې راتلونکی کال به په فعالیت پېل وکړي.

د روغتیا مسئولین وايي د ښرنې د روغتون د فعالولو تر څنګ په پام کې ده چې د دې ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې هم د معتادینو د درملنې یو روغتون جوړ شي.

XS
SM
MD
LG