د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د انارو ساتلو ۴۸ سړې خونې جوړیږي


په کندهار کې د انارو ساتلو ۴۸ سړې خونې جوړیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:04 0:00

د کرنې وزارت په کندهار کې دانارو د ساتلو د ۴۸ سړو خونو کار پيل کړ، چې دا به د دغه ولایت له بزګرو سره مرسته وکړي چې انار په مناسب وخت کې بازار ته وړاندې کړي.

د کرنې وزارت په کندهار کې دانارو د ساتلو د ۴۸ سړو خونو کار پيل کړ، چې دا به د دغه ولایت له بزګرو سره مرسته وکړي چې انار په مناسب وخت کې بازار ته وړاندې کړي.

ډېری بزګر وايي چې د سړو خونو له امله د باغونو په حاصلاتو کې تاوان کوي او د خپلو باغونو میوې تر ډېره نه شي ساتلای.

د زراعتي تولیداتو د ساتلو لپاره د سړو خونو دا تر ټولو لویه پروژه ده چې په کندهار کې عملي کیږي.

د کرنې اومالدارۍ وزارت مسئولین وايي چي تر راتلونکو دو میاشتو پورې به د انارو د ساتلو ۴۸ سړې خونې جوړې شي چي تر لس زره ټنه زیات انار به په کې د ډېر وخت لپاره وساتل شي.

ځمکه وال او کرونده ګر وايي که زراعتي محصولات په ښه بیه وپلورل شي نو ډېری کروندګر به د نشه يي توکو پر ځای نورو کروندو ته مخه کړي.

د کرنې او مالدراۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري وايي چي د سړو خونو د یادي پروژې په عملي کیدو سره به د ښه مارکېټ تر وخت پوري انار د ډير وخت لپاره خوندي وي.

هغه وايي " دا سړې خونې به له باغوانانو سره مرسته وکړي چې خپلې تازه میوې تر ډېره وساتي، پر دغو ۴۸ سړو خونو ۱۲۰ ملیونه افغانۍ لګښت راځي".

د زراعتي توکو د مدیریت تر نوم لاندي د افغان دولت له دغې نوې پروژې څخه عمده موخه د ځمکه والو او کرونده ګرو اقتصادي لاس نیوی بلل کیږي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي چي دولت له خپله اړخه د زراعتي توکو د ښه بازار لپاره هڅې ګړندۍ کړي خو خپله باغ لرونکي او ځمکه وال هم اړ دي چې د نړیوال مارکېټ له غوښتنو سره سم معیارونه عملي کړي.

په ورته وخت کې په کندهار کې پانګه والو د یوه زراعتي کمپلیکس د جوړولو هڅې پيل کړي چې هلته به د زراعتي تولیداتو د پروسس او بسته بندۍ چارې ترسره کیږي.

د کندهار والي حیات الله حیات وايي چې مرکزي حکومت د خصوصي سکتور دا وړانديز منلی چې په عملي کېدو سره به يې مارکېټ ته زراعتي تولیدات په ښه معیار ورسول شي.

په کندهار کې دا مهال د نشه يي توکو د کښت پر پخوانیو ځمکو د مېوه لرونکو ونو تر شپږ سوه زیات باغونه جوړ شوي.

باغوانان وايي که د سړو خونو او مارکېټ په برخه کې یې لاسنیوی وشي، نو نه یوازې به ښه ګټه ترلاسه کړي بلکې نور کروندګر به هم وهڅیږي چې د نشه يي توکو د کرلو پر ځای د باغونو جوړولو ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG