د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د معتادینو له زیاتوالي د خلکو شکایت


په کابل کې د معتادینو له زیاتوالي د خلکو شکایت
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

د کابل اوسیدونکي د ښار په مختلفو سیمو، په ځانګړي ډول پل‌سوخته کې د معتادینو له پراخ حضور څخه شکایت کوي او وايي دې مسئلې په رواني ستونزو اخته کړي دي.

د کابل اوسیدونکي د ښار په مختلفو سیمو، په ځانګړي ډول پل‌سوخته کې د معتادینو له پراخ حضور څخه شکایت کوي او وايي دې مسئلې په رواني ستونزو اخته کړي دي.

دوی وايي که څه هم افغان حکومت په میاشت کې یو یا دوه ځل د ښار له بیلابیلو سیمو څخه معتادین راټولوي خو د اعتیاد د ستونزې د حل لپاره د حکومت اقداماتو هیڅ مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

نصیر احمد عزیزي چې هره ورځ د پل‌سوخته له لارې تګ راتګ کوي په دغه سیمه کې د معتادینو زیات شمېر اوسېدو اندېښمن کړی.

هغه وايي "حکومت په دې برخه کې ملامت دی، ځکه چې هیڅ سم تصمیم نه لري، زه ډېر کړېږم، دا کرونا چې دلته رانشي نو چېرته لاړه شي، دا سیمه له کرونا څخه ډکه ده".

د پل‌سوخته سیمه په کابل کې د معتادینو د راټولېدو تر ټولو لوی مرکز بلل کېږي او لسګونه معتادین په دې سیمه کې تر پله لاندې او د سرک پر غاړه په عام محضر کې نشه یي توکي کاروي.

د کابل پولیسو څو ځل دغه سیمه د معتادینو له حضور څخه پاکه کړې، خو تراوسه په دې نه دي بریالي شوي چې په بشپړ ډول د معتادینو موجودیت پای ته ورسوي.
XS
SM
MD
LG