د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې معتادینو د شیشې څکولو ته مخه کړې ده


په ننګرهار کې معتادینو د شیشې څکولو ته مخه کړې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

په ننګرهار کې په نشه يي توکو اخته کسانو چې پخوا یې پوډر څکول، اوس د شیشې څکولو ته مخه کړې، دوی وايي چې شیشه تر پوډرو ارزانه ده ځکه یې څکوي.

په ننګرهار کې په نشه يي توکو اخته کسانو چې پخوا یې پوډر څکول، اوس د شیشې څکولو ته مخه کړې، دوی وايي چې شیشه تر پوډرو ارزانه ده ځکه یې څکوي.

معتادین وايي شیشه له یوه اړخه ارزانه تمامېږي او بل پلو یې په اسانۍ موندلی شي، له همدې امله یې کاروونکي ورځ تر بلې ډېرېږي.

په شیشه روږدي درې انډیوالان چې کرۍ ورځ د غني خېلو په باغونو کې اوسېږي، وايي پخوا یې پوډر څکول خو دا چې شیشه ارزانه ده نو ځکه یې اوس د شیشې څکولو ته مخه کړې.

په شیشه روږدی نیازولي وايي نن سبا ډېر نوي کسان هم د شیشې په څکولو په اخته شوي دي.

هغه وايي" داسې چې کسانو د شیشې څکولو ته مخه کړې ده، چې هیڅ د سړي باور نه کیږي چې ګواکې نشه به کوي".

دوی وايي که حکومت د شیشې او پوډرو مخه ونیسي نو دوی به هم زړه صبر کړي خو چې په اسانۍ ور رسېږي نو دوی هم د نشه يي توکو له استعماله نه شي اوښتلای.

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي په تېرو شپږو میاشتو کې یې د نشه يي توکو او قاچاقبرو پر ضد سلګونه عملیات کړي چې ۵۵۲ قاچاقبر او د نشه يي توکو کاروباریان یې نیولي او دغه برخه کې جدي اقدامات روان دي.
XS
SM
MD
LG