د لاس رسي وړ اتصالات

د سپورټ یو مینه وال څنګه په نشه يي توکو اخته شو؟


د سپورټ یو مینه وال څنګه په نشه يي توکو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00

په نشه يي توکو معتاد ۳۰ کلن محمد داود چې لس کاله یې په ایران کې مزدوري کړې وایي چې د کډوالۍ پر مهال یې د کوټې ملګرو په نشه يي توکو اخته کړ.


په نشه يي توکو معتاد ۳۰ کلن محمد داود چې لس کاله یې په ایران کې مزدوري کړې وایي چې د کډوالۍ پر مهال یې د کوټې ملګرو په نشه يي توکو اخته کړ.

هغه وايي چې له سپورټ سره یې ډېره مینه درلوده خو د نشه يي‌توکو له امله یې نه یوازې سپورټ پاتې شو بلکې ژوند یې هم له ناخوالو ډک شو.

هغه چې اوس ټوله ورځ په کابل ښار کې د معتادینو په دېرو کې ګرځي، د نشه يي‌توکو د څکولو الې پلوري او په پیسو یې نشه يي‌توکي اخلي.

محمد داود وايي‌ " اوس کار کوم معتادینو ته لایټري پیپونه جوړوم د ورځې درې سوه ګټم او بېرته یې په موادو مصرفوم یوه روپۍ هم بچت نه کیږي، څه کار چې کوم که پنځه سوه کیږي که درې سوه کیږي ټول په موادو مصرفیږي، شیشه استعمالوم چرس استعمالوم پوډر استعمالوم بس.”

دغه ځوان معتاد وايي چې ځوانان باید له داسې ملګرو سره چې نشې کوي، ناسته ولاړه ونه کړي، او خپل اضافي وخت په سپورټ او نورو سالمو بوختیاوو تېر کړي.

هغه وايي په لومړیو کې یې کورنۍ خبره نه وه چې په نشو اخته دی، خو اوس چې خبر دي نو د هغوی په مخکې نشه يي توکي کاروي.

محمد داود وايي اوس په دې فکر کې دی چې خپله درملنه وکړي، له نشه يي توکو لاس واخلي او بېرته خپل عادي ژوند پېل کړي.
XS
SM
MD
LG