د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا وایروس د ګواښ سربېره د معتادینو درملنه


د کرونا وایروس د ګواښ سربېره د معتادینو درملنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:10 0:00

په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز مسولین وایي سره له دې چې د کرونا په وایروس د اخته کېدو ګواښونه شته، خو د معتادینو د درملنې لپاره یې خپلې هڅې روانې ساتلي دي.

په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز مسولین وایي سره له دې چې د کرونا په وایروس د اخته کېدو ګواښونه شته، خو د معتادینو د درملنې لپاره یې خپلې هڅې روانې ساتلي دي.

د دغه مرکز روغتیايي‌ کارکوونکی زلمی شیرزاد وایي‌ چې د معتادینو د درملنې پر مهال په کرونا وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.

هغه وايي " موږ خو اندېښنه لرو او د همدې لپاره مو ترتیبات نیولي‌ دي، ډېره وېره هم نلرو، موږ د همدې لپاره زده کړې کړي‌ او دا سپینې چپنې مو اغوستې، که موږ وتښتو په دې هېواد کې به زموږ پر ځای څوک کار وکړي".

د ښاغلي‌ شیرزاد په وینا د نورو ناروغانو په پرتله د معتادینو درملنه ستونزمن کار دی او زیات زغم غواړي.

د ابن سینا د معتادینو د درملنې په مرکز کې شاوخوا زر تنه معتادین چې تازه د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه راټول شوي‌ تر درملنې لاندې دي.

دا شمېر معتادین په ښار کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي او د دوی د درملنې لپاره په کابل کې د ګرځبندیز پر مهال راټول او په دې مرکز کې بستر شوي دي.
XS
SM
MD
LG