د لاس رسي وړ اتصالات

ظاهرخان څنګه د تریاکو، شیشې او پوډرو څکول پرېښودل؟


ظاهرخان څنګه د تریاکو، شیشې او پوډرو څکول پرېښودل؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي ظاهرخان پخوا د چرسو تر څنګ تریاک، شیشه او پوډر هم څکول، خو وايي نور یې ټولې نشې پرېښودې او د چرسو به هم پرېږدي.

د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي ظاهرخان پخوا د چرسو تر څنګ تریاک، شیشه او پوډر هم څکول، خو وايي نور یې ټولې نشې پرېښودې او د چرسو به هم پرېږدي.

ظاهرخان چې اوس د لویو لارو ډرېوري کوي وايي چې له هیڅ نشې ډول یې مخ نه اړاوه، وايي کله چې یې نشې کولې ژوند یې له سختو کړاوونو سره مخ و.

هغه وايي " نشو مې ورځ تر بلې ژوند را سختوی، یو ملګري ډاکټر سره مې مشوره وکړه، هغه څه دوا راکړه، نور مې خپله اراده وکړه او کرار کرار مې نشې پرېښودې".

ظاهرخان وايي د نشو د پرېښودلو لپاره تر هر څه خپله کلکه اراده مهمه ده، هغه وايي که څوک خپله وغواړي په ډېره اسانۍ نشې پرېښودای شي.

ظاهرخان وايي ما خپله اراده وکړه او له نشو مې لاس واخیست، وايي که خپله ونه غواړو نه دولت، نه مو کورنۍ او نه بل څوک زموږ د نشو مخه نیولی شي.
XS
SM
MD
LG