د لاس رسي وړ اتصالات

د مخدراتو د قاچاق په تور ټول نیول شوي کسان بایومټریک کېږي


د مخدراتو د قاچاق په تور ټول نیول شوي کسان بایومټریک کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي چې په دې مرکز کې د مخدراتو د قاچاق په تور ټول نیول شوي کسان بایومټریک کېږي.

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي چې په دې مرکز کې د مخدراتو د قاچاق په تور ټول نیول شوي کسان بایومټریک کېږي.

د دغه مرکز د تدقیق د څانګې عمومي مدیر فضل‌الدین ملکزاده وايي چې د بایومټریک په سیستم کې د مخدره موادو په قاچاق کې د تورنو او شکمنو کسانو ټول رسمي او شخصي معلومات په برېښنايي بڼه ثبت او راجسټر کېږي.

د هغه پر وینا کوم کسان چې د مخدراتو په قاچاق کې لاس ولري او له خوشې کېدو وروسته په دولتي ادارو کې د دندې اخیستلو هڅه وکړي نو په دې سیستم کې د جرمي سابقې د درلودلو له امله نشي کولی چې دنده ترلاسه کړي.

دی زیاتوي: "دا ډېره ښه ده او موږ عملاً ولیدل ځینې قوماندانان چې مقرر کېږي دلته راځي چې خپل مسولیت رفع کړي، خو کله چې موږ په خپلې دستګاه کې وینو په قضیې کې شامل وي دا د دوی د بګراونډ لپاره ستونزه جوړولی شي".

پر دې سربېره له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د (CMS) په نوم سیسټم هم لري چې په کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو دوسیې په برېښنايي او انلاین بڼه ثبیتیږي.

ښاغلی ملکزاده وايي: "دا (سي ام اس) نمبر تر توقیف، زندان او محابسو پورې د انټرنیټ له لارې پرمخ وړل کېږي او دا د (سي ام اس) سیستم د دوسیې یواځینی لومړیتوب دی چې امریکاییانو تنظیم کړی دی".

د هغه په وینا دې سیسټم ته هم‌مهاله د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړي پولیس، څارنوالۍ او اړونده محکمه لاسرسي لري او د اړتیا په وخت کې ترې استفاده کولی شي.

په دې مرکز کې د مخدره موادو په تور نیول شوي کسان د عدلي او قضايي تعقیب پر مهال د کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په توقیف کې ساتل کېږي او د درې‌ګونو محکمو له فیصلو وروسته که چېرې مجرم وپېژندل شي د څرخي پله زندان ته انتقالیږي.
XS
SM
MD
LG