د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې کروندګر د سړو خونو د جوړولو غوښتنه کوي


په ننګرهار کې کروندګر د سړو خونو د جوړولو غوښتنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

د ننګرهار کروندګر وايي چې د سړو خونو د نشتوالي له امله، ډېر کله د دوی سبزیجات او تازه مېوې د حاصل په وخت کې خوسا کیږي.

د ننګرهار کروندګر وايي چې د سړو خونو د نشتوالي له امله، ډېر کله د دوی سبزیجات او تازه مېوې د حاصل په وخت کې خوسا کیږي.

دغه کروندګر له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د سړو خونو، سرې او تخمونو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د مومندرې ولسوالۍ یو کروندګر عبدالولي په خپله کرونده کې د مشنګو پلي کرلي دي.

دغه کروندګر وايي پخوا یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرل، خو اوس پرې غنم او نور سبزیجات کري، وايي ژوند یې روان دی.

هغه وايي " که حکومت سړې خونې راته جوړې کړي نو زموږ حاصلات به له خوسا کېدو وژغورل شي او په داسې وخت کې به یې بازار ته عرضه کړو چې په ښه نرخ وپلورل شي".

د ننګرهار د کرنې اداره وايي په دغه ولایت کې ځینې سړې خونې شته دي خو دومره طرفیت نه لري چې د ټولو کروندګرو ستونزې اوارې کړي.

د دغه ولایت د کرنې مسئولین وايي هڅه کوي د سبزیجاتو او تازه مېوو د ساتنې لپاره نورې سړې خونې هم جوړ کړي چې میوه او سبزیجات د اړتیا وخت ته وساتل شي.

وايي په دې سره به هم د کوکنارو د کرلو مخه ونیول شي او هم به کروندګر پر ځان بسیا شي.
XS
SM
MD
LG