د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې پر پولیسو د وسلو په بدل کې د نشه يي توکو پلورونکی نیول شوی


پکتیکا کې پر پولیسو د وسلو په بدل کې د نشه يي توکو پلورونکی نیول شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

د پکتیکا پولیسو هغه کس نیولی چې په دغه ولایت کې یې پر پولیسو د وسلو او مرمیو په بدل کې نشه يي توکي پلورل.

د پکتیکا پولیسو هغه کس نیولی چې په دغه ولایت کې یې پر پولیسو د وسلو او مرمیو په بدل کې نشه يي توکي پلورل.

د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي امریکا غږ ته وویل دغه تورن کس د وسله والو مخالفینو نفوذي و چې د وسلو او مرمیو په بدل کې د نشه يي توکو د خرڅلاو پر مهال لاس په لاس نیول شوی.

نوموړي زیاته کړی چې نیول شوی کس عدلي او قضايي‌ارګانونو ته سپارل شوی دی.

عبدالرحیمزی وايي " نیول شوی کس د وسله والو مخالفینو نفوذي و، او غوښتل یې پولیس په نشه يي‌توکو روږدي کړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې په خیرکوټ ولسوالۍ کې له یو میل توپنچې او ځنیو مهماتو سره یو ځای نیول شوی دی."

د پکتیکا امنیه قوماندان وايي تر اوسه یې په نشه يي‌توکو په سلګونو روږدي د پولیسو له لیکو لرې کړي او که په راتلونکې کې هم په نشه يي توکو روږدي پولیس پیدا کړي له دندې به یې وباسي.
XS
SM
MD
LG