د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې نشه يي توکو ته پر اسانه لاسرسي اندېښنې


په خوست کې نشه يي توکو ته پر اسانه لاسرسي اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

د خوست يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت له امنیتي مسئولینو غوښتنه لري چې د نشه يي توکه پرضد مبارزه جدي ونيسي د دوی په باور نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د معتادینو د زیاتوالي لامل شوی دی.

د خوست يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت له امنیتي مسئولینو غوښتنه لري چې د نشه يي توکه پرضد مبارزه جدي ونيسي د دوی په باور نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د معتادینو د زیاتوالي لامل شوی دی.

په خوست کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسي او ورځ تر بلې زیاتېدونکو معتادینو د دغه ولایت د خلکو اندېښنې راپورته کړې دي، د خوست اوسېدونکي له پولیسو څخه د نشه يي ‌توکو د مخنیوي په برخه کې د جدي‌ ګامونو اخیستلو غوښتنه کوي.

د خوست یو اوسېدونکی رفیق وايي" موږ د نوي امنيه قوماندان نه دا غوښتنه کوو چې په جدي توګه د دغو موادو مخنيوی وکړي. د مخنيوي طريقه يې ډېر اسانه ده. څوک يې چې خرڅوي هغه ټولو خلکو ته معلوم دي".

د خوست بل اوسېدونکي محمد ولي خاکسار وايي هم په دغه ښار کې د نشه يي توکو له اسانه لاسرسي شکایت کوي.

هغه وايي "چې موږ معلومات لرو او خبرېږو، ورځ په ورځ د نشه يي موادو خرڅلاو ډېر زيات شوی دی. بايد په دې پسې ډېر دقيق و اوسي، تر څو د نشه يي موادو مخه ونيسي".

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خېل چې په دې وروستيو کې يې د خوست امنيه قوماندان په توګه دنده پيل کړې، وايي چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته يې لومړيتوب ورکړی دی.

هغه وايي، چې خلکو ورسره په کتنو او غونډو کې هم د نشه يي توکو د قاچاقبرانو او پلورونکو پر وړاندې د جدي ګامونو د اخيستلو غوښتنه کړې او دا کار يې کړی هم دی.

ښاغلی تره خېل وايي " تاسو باور وکړئ چې موږ په يو ځل شپږ کيلو چرس، درې کيلو چرس، دوه کيلو شيشه موږ نيولې ده. په ګرامونو نه په کيلو مو نيولې ده. دا مو له عمده فروشانو څخه نيولې. دا يې وړله او تقسيموله يې او ناوړه تجارت يې شروع کړی و. حتی تېره ورځ مو له يوه کس سره تابلېت کا هم نيولې ده".

که څه هم په خوست کې د نشه يي توکو کرکيله او توليد نشته خو په دې ولايت کې په نشه يي توکو اخته لسګونه زره کسان له نورو سیمو څخه را قاچاق شوي نشه يي‌ توکي کاروي.
XS
SM
MD
LG