د لاس رسي وړ اتصالات

له درملنې تښتېدلی معتاد یو ځل بیا روغتون ته ستون شوی دی


له درملنې تښتېدلی معتاد یو ځل بیا روغتون ته ستون شوی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

په نشه يي توکو روږدی ګل اغا چې له اوو کلونو راهیسې په نشو اخته دی، څه موده وړاندې له روغتون څخه تښتېدلی و، چې اوس بېرته د درملنې لپاره د پکتیکا د ارګون روغتون ته ستون شوی دی.

په نشه يي توکو روږدی ګل اغا چې له اوو کلونو راهیسې په نشو اخته دی، څه موده وړاندې له روغتون څخه تښتېدلی و، چې اوس بېرته د درملنې لپاره د پکتیکا د ارګون روغتون ته ستون شوی دی.

ګل اغا وايي په پېل کې یې تریاک کارول خو وروسته یې د شیشې او پوډرو څکولو ته مخه کړه.

د غزني اوسېدونکی دغه معتاد چې دا مهال د پکتیکا د ارګون، د معتادینو د درملنې په شل بستریز روغتون کې تر درملنه لاندې دی وايي ماما یې معتاد دی، چې دی یې یو ځل بیا په نشو اخته کړ.

هغه وايي " په لومړیو پنځلسو ورځو کې ډېره سخته وي، خو وروسته بیا اسانه ده چې نشه يي توکي پرېږدو".

ګل اغا پر ځوانانو غږ کوي چې له نشه يي توکو څخه ځان لرې وساتي، هغه وايي که څوک روږدی وي باید ژر تر ژره د درملنې لپاره روغتون ته لاړ شي، او خپل ژوند په لوی لاس خراب نه کړي.
XS
SM
MD
LG