د لاس رسي وړ اتصالات

یو پخوانی معتاد د نورو معتادینو خدمت کوي


یو پخوانی معتاد د نورو معتادینو خدمت کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

قرباني علي چې شاوخوا ۵۸ کاله عمر لري پخوا په نشه يي توکو روږدی وو، خو اوس د غزني ښار د معتادینو په ۵۰ بستریز روغتون کې د صفا کار دنده لري

قرباني علي چې شاوخوا ۵۸ کاله عمر لري پخوا په نشه يي توکو روږدی وو، خو اوس د غزني ښار د معتادینو په ۵۰ بستریز روغتون کې د صفا کار دنده لري

هغه وايي چې ۲۵ کاله وړاندې په ایران کې په نشه يي توکو اخته شو، خو ډېر کلونه کیږی چې له نشه یي‌توکو یې لاس اخیستی دی.

قربان علي وايي "زه په ایران کې معتاد شوم، پوډر، تریاک او چرس مې کارول، پنځه ویشت کاله معتاد وم خو اوس شپاړس کاله کېږي نشه نه کوم، ما ځکه نشه پرېښوده چې زه د اولادونو پلار شوم، دوه اولادونه مې پیدا شول زه مجبور شوم مواد مخدر پرېږدم چې هغوی او کور وساتم".

هغه وايي که په نشه يي توکو روږدی هر کس کلکه اراده ولري نو کولای شي چې نشې پرېږدي او بېرته عادي ژوند ته راوګرځي.

قربان علي پر معتادینو غږ کوي چې له نشه يي‌توکو لاس واخلي، روغتونونو ته لاړ شي او د خپلې درملنې غم وخوري.
XS
SM
MD
LG