د لاس رسي وړ اتصالات

فهیم: نشه يي توکو له خپلې کورنۍ جلا کړم


فهیم: نشه يي توکو له خپلې کورنۍ جلا کړم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

محمد فهیم چې د کابل تر پل سوخته لاندې له معتادینو سره اوسېږي وايي د پولیسو پخوانی سرتیری دی خو د بدو ملګرو له لاسه په نشه يي توکو اخته شو او خپل هرڅه یې له لاسه ورکړل.


محمد فهیم چې د کابل تر پل سوخته لاندې له معتادینو سره اوسېږي وايي د پولیسو پخوانی سرتیری دی خو د بدو ملګرو له لاسه په نشه يي توکو اخته شو او خپل هرڅه یې له لاسه ورکړل.

هغه چې دوه زامن لري او کورنۍ یې په هرات کې اوسیږي وايي نشه يي توکو اړ کړی چې په کابل کې تر پله لاندې ژوند وکړي.

فهیم وايي "په داسې یو وضعیت کې ګیر شوی یم چې اوس ترې ځان نه شم خلاصولی، ښځه او اولادونه مې په هرات کې رانه پاتې دي. یو ځل مې ځان بستر کړ خو نتیجه یې ورنه کړه، تر هغه چې یو ملاتړی ونه لرې چې له درملنې وروسته درباندې پام وکړي، دا درملنه هیڅ نتیجه نه ورکوي. زه د پولیس یو افسر وم په هرات کې مې دنده درلوده، پلار مې په قوم کې نیک نوم لري، بدو ملګرو سره مې نشې وکړې خپل ژوند مې تباه کړ او تراوسه په دې اور کې سوځېږم".

د نشه يي‌توکو دغه معتاد وايي تر هغه چې دولت د معتادینو پر حال سم فکر ونه کړي، په روغتونونو کې پنځه څلوېښت ورځې درملنه هیڅ نتیجه نه ورکوي.

دی له دولت څخه غواړي چې د معتادینو د درملنې په پروسه کې اصلاحات راولي او یو معتاد تر یونیم کاله پورې تر درملنې لاندې ونیسي، هغه وايي که داسې ونه کړي هر معتاد چې له روغتون رخصتېږي په غیرارادي توګه بېرته په نشو اخته کېږي.

هغه له ځوانانو غواړوي چې له بدو ملګرو، شپنیو ناستو او بې‌ځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي او له نشه يي توکو ځان لرې وساتي.

XS
SM
MD
LG