د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د نشه يي توکو پر ضد ولسي هڅې


په پکتیکا کې د نشه يي توکو پر ضد ولسي هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

د پکتیکا ولایت په برمل او ګومل ولسوالیو کې د ولس او دولت په ګډه همکارۍ د نشه يي توکو د کښت، پېر او پلور او قاچاق مخنیوی شوی دی.

د پکتیکا ولایت په برمل او ګومل ولسوالیو کې د ولس او دولت په ګډه همکارۍ د نشه يي توکو د کښت، پېر او پلور او قاچاق مخنیوی شوی دی.

د پکتیکا اوسېدونکي وایي که څه هم برمل او ګومل دواړې کرښې ته څېرمه ولسوالۍ دي، خو له دولت سره د ولس د زیاتې همکارۍ او همغږۍ له امله په بشپړ ډول له نشه يي توکو پاکې شوي دي.

د برمل قومي مشر قدرت الله وزیر وايي، چې د قومي تړون له مخې که څوک نشه يي مواد وکري، وکاروي او یا یې قاچاق کړي، نو کور ته یې اور اچول کېږي او نغدي جریمه هم ترې اخیستل کېږي.

هغه وايي "په برمل کې چې څومره قومونه پراته دي دوی په ګډه پرېکړه کړې چې هغه څوک چې د نشه يي توکو کار، کښت او قاچاق کوي کور ته به یې اور اچول کېږي، په برمل کې د مخدراتو کچه اوس مهال صفر ده".

د پکتیکا اوسېدنکی اختر محمد وايي، دولت د نشه يي موادو په مخنیوي کې ډېر فعال دی او وخت په وخت په سیمه کې له عام ولس، ځوانانو او قومي مشرانو سره په اړیکه کې دي.

هغه وايي "په برمل کې ولسونه قومي پرېکړې ته درناوی لري او هېڅوک ددې جرات نه کوي چې د نشه يي توکو استعمال او کاچاق ته مخه کړي".

تر دې وړاندې د دې ولایت په ارګون ولسوالۍ کې هم ولسونو ورته تړون کړی وو چې له مخې یې هغه چا ته سزا ورکول کېږي چې د نشه يي توکو کاروبار کوي.
XS
SM
MD
LG