د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا: د موی تای روزونکی ځوانان له نشو راګرځوي


پکتیکا: د موی تای روزونکی ځوانان له نشو راګرځوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

په پکتیکا کې یو ځوان له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځولو لپاره د موی تای لوبې د زده کړې کلب پرانیستی دی چې په لسګونو ځوانان په کې سپورټ کوي.

په پکتیکا کې یو ځوان له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځولو لپاره د موی تای لوبې د زده کړې کلب پرانیستی دی چې په لسګونو ځوانان په کې سپورټ کوي.

په مرکز ښرنه کې د رزمي لوبو د دغه کلب روزونکی زین الدین زاهد وایي چې هر ډول سپورټ په ځانګړي ډول موی تای لوبه د نشه يي‌توکو د پرېښولو ښه او اسانه لار ده.

زاهد چې په روغتیا کې یې هم زده کړې کړي وايي چې په دغه کلب کې په څلور بېلابېلو وختونو کې زیات شمېر ځوانان سپورټ کوي.

هغه وايي " د دې ورزشي کلب له پرانیستلو څخه مې یو هدف دا هم و چې ځوانان له نشو راوګرځي او ورزش ته مخه کړي".

دغه روزونکی وايي چې ډېری ملګرو او شاګردانو یې نشې یې کولې خو د موی تای لوبو له پیل سره سم یې له نشه يي توکو لاس اخیستی.

یونس چې نږدې څلور کاله کېږي د موی تای ورزش کوي وایي، مخکې یې زیات سګرېټ څکول خو د یاد ورزش له پیل سره یې سګرېټ پرې ایښي.

په پکتیکا کې ورځ تر بلې زیاتېدونکو معتادینو د دغه ولایت خلک اندېښمن کړی، دوی پر حکومت غږ کوي چې ځوانانو ته د کار زمینه او سالم فرصتونه برابر کړي.
XS
SM
MD
LG