د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: د کوکنارو د کښت پر ځمکو د میوو باغونه جوړ شوي دي


ننګرهار: د کوکنارو د کښت پر ځمکو د میوو باغونه جوړ شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

د ننګرهار ولایت ځینو ولسوالیو کې د تازه میوو ګڼ باغونه جوړ شوي چې خلک ورته خوشحاله دي او وايي که نور باغونه هم جوړ شي نو د کروندګرو ژوند به ورسره ښه شي.

د ننګرهار ولایت ځینو ولسوالیو کې د تازه میوو ګڼ باغونه جوړ شوي چې خلک ورته خوشحاله دي او وايي که نور باغونه هم جوړ شي نو د کروندګرو ژوند به ورسره ښه شي.

کروندګر وایي چې د باغونو ګټه تر کوکنارو زیاته ده، او په کار ده چې له دوی سره د باغونو په جوړولو کې مرسته وشي

عمرخوړلی شیرزاده چې د دې ولایت په غني خېلو کې دهقاني کوي وايي ډېر کلونه یې کوکنار وکرل خو اوس یې د دغه کښت کچه راکمه کړې ده، ځکه له دې ډارېږي چې حکومت به یې د کوکنارو فصلونه واړوي.

هغه چې په خپله څه باندې نیم جریب ځمکه کې د انارو باغ جوړ کړی، وايي حاصلاتو ته یې په تمه دی.

هغه وايي " که حکومت د میوو د باغونه لپاره بوټي او نور اړین مواد راکړي نو هم به د غنمو جوارو او سبزیجاتو فصل وکرو او هم به مو باغونه مېوه ورکړي".

د ننګرهار د کرنې ریاست وايي سږنی کال یې د دې ولایت په شپږو جګړه ځپلو ولسوالیو کې چې خوږیاڼو هم پکې شامله ده څوارلس سوه جریبه باغونه جوړ کړي او څه یې هم د جوړېدو په حال کې دي.

دوی وايي په دې سره به نه یوازې د کروندګرو ژوند ښه شي بلکې د کوکنارو تر حاصل به ډېره ګټه هم تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG