د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د پیازو او کچالو د ساتنې سړې خونې جوړېږي


په خوست کې د پیازو او کچالو د ساتنې سړې خونې جوړېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

په خوست کې د پيازو او کچالو د ساتنې لپاره ۲۲۰ منځنۍ سړې خونې جوړېږي،کروندګر وايي چې له دې سر به نه یوازې د دوی اقتصاد ښه شي، بلکې نور به هم د تریاکو او چرسو پر ځای د حلالو کښتونو کرلو ته وهڅوي.

په خوست کې د پيازو او کچالو د ساتنې لپاره ۲۲۰ منځنۍ سړې خونې جوړېږي،کروندګر وايي چې له دې سر به نه یوازې د دوی اقتصاد ښه شي، بلکې نور به هم د تریاکو او چرسو پر ځای د حلالو کښتونو کرلو ته وهڅوي.

چارواکي وايي‌ دغه سړې خونې د خوست په ټولو ولسواليو کې جوړيږي او په ټوليز ډول به د نږدې دوه نيم زره مټريک ټنو کرنيزو محصولاتو د ځايولو وړتيا ولري.

د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي په دې جوړېدونکو سړو خونو کې به تر ډېره د کچالو او پيازو حاصلات ساتل کيږي، چې په دې سره به هم د کروند ګرو اقتصاد ښه شي او هم به د کچالو او پيازو حاصل په مناسب وخت کې بازار ته عرضه کوي.

هغه وايي" پر دغو زېرمو نږدې ۹۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۹۰ سلنه حکومت مرسته ورسره کوي او ۱۰ سلنه لګښت یې خپله کروندګر پر غاړه اخلي چې د خوست په ټولو ولسوالیو کې جوړیږي".

په ورته وخت کې يو شمېر کرونده ګر وايي د سړو خونو جوړېدا به سربېره پر دې چې د دوی د اقتصاد په ښه کولو کې مرسته وکړي، د هغو ولايتونو کرونده ګر چې د کوکنارو په کرکيله بوخت دي، حلالو کښتونو ته يې د تشويق په برخه کې هم مرسته کوي.

په ټوله کې کرونده ګر له دولت غوښتنه لري، چې د سړوخونو د جوړولو ترڅنګ له بزګرانو سره د ښو او اصلاح شويو تُخمونو او کيمياوي سرې په برابرولو کې هم خپله مرسته درېغ نه کړي.
XS
SM
MD
LG