د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل حضوري چمن د معتادینو په دېره بدل شوی دی


د کابل حضوري چمن د معتادینو په دېره بدل شوی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

په کابل ښار کې حضوري چمن چې پخوا د کنسرټونو، لوبو، سېل او مېلو ځای وو، اوس په کې معتادین راټولیږي او نشه يي توکي کاروي.

په کابل ښار کې حضوري چمن چې پخوا د کنسرټونو، لوبو، سېل او مېلو ځای وو، اوس په کې معتادین راټولیږي او نشه يي توکي کاروي.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې په تېرو وختونو کې حضوري چمن شین و، پاک چاپیریال یې درلود او دلته به کورنۍ د تفریح لپاره راتللې.

د کابل اوسېدونکی پهلوان وايي چې اوس په دغه ځای کې د معتادینو، کثافاتو او ککړې هوا پرته بل څه نشته.

هغه وايي "معتادین راشي، د شپې د دغه ځای کټارې اره کوي او سهار یې له ځان سره وړي، هلته یې پر کباړي خرڅوي، پولیس یې وینی خو هیڅ نه ورته وايي".

حضوري چمن چې د کابل په زړه کې پر شاوخوا ۹۵ جریبه ځمکه جوړ شوی، چمن یې له منځه تللی او په ویرانه بدل شوی دی.

فیض محمد چې د ننګرهار اوسېدونکی دی، وايي پخوا چې به کابل ته راغی نو په حضوري چمن کې به یې ښه وخت تېرېدی، خو اوس د دې ځای وضعیت خواشینی کړی دی.

هغه وايي "دا یوه لرغونې سیمه ده، باید پسې وګرځو، دا زموږ وطن دی باید ټول یې په ګډه وساتو، خلک او دولت دواړه باید د دې ځای پالنې او ساتنې ته پام وکړي".

د کابل په بېلا بېلو سیمو کې د معتادینو راټولېدو د دغه ښار اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي، دوی له حکومت څخه غواړي چې د معتادینو غم وخوري او د دغه ښار خوندیتوب او پاکوالي ته پاملرنه وکړي.
XS
SM
MD
LG