د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د نشه يي توکو د کشف لپاره د سپیو روزل


په افغانستان کې د نشه يي توکو د کشف لپاره د سپیو روزل
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جاپان د ۵.۶ میلیون ډالرو په مالي ملاتړ د نشه يي توکو د کشف او نیولو لپاره د K9 سپي روزي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جاپان د ۵.۶ میلیون ډالرو په مالي ملاتړ د نشه يي توکو د کشف او نیولو لپاره د K9 سپي روزي.

د نشه يي توکو د کشف ځانګړو سپیو د روزنې او پالنې لپاره تازه د کورنیو چارو وزارت د نشه يي‌توکو پر ضد د مبارزې په معینیت کې د یوې ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال محمدهاشم اورتاق په دغو مراسمو کې وویل چې د K9 د تعلیمي سپیانو په نشتوالي کې به د نشه يي توکو پر ضد د پولیسو مبارزه د قناعت وړ نه وي د دې برخې په فعالېدو سره به د پولیسو کشفي او عملیاتي ظرفیت بې‌ساری لوړ شي.

هغه وايي "له مخدره موادو سره د مبارزې د پولیسو په تشکیل کې د K9 د برخې جوړول او فعالېدل به د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو کشفي او عملیاتي ظرفیت په بې‌ساري ډول لوړ کړي او په همدې ډول به د کشف او ضبط په کچه کې د زیاتوالي لامل شي. د K9 یا د تعلیمي سپیو په نشتوالي کې به د کشفي او عملیاتي برخو فعالیتونه بشپړ نه وي او د اکثرو عملیاتو نتیجه به د قناعت وړ نه وي".

ښاغلی اورتاق وايي چې په عملیاتو کې له K9 سپیو څخه د استفادې لپاره، په تخنیکي برخه کې روسیه زموږ ملاتړ کوي او په دې برخې کې د روزنې ترلاسه کولو لپاره به یو شمېر افغان پولیس روسیې ته هم ولېږل شي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال وايي دغه پروژه به په ۱۴ میاشتو کې بشپړه او عملي شي.

XS
SM
MD
LG