د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی


په کندهار کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په کندهار کې معتادین وايي چې نشه یي توکو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې ورځ تر بلې په نشو د روږدو کسانو شمېر زیات شي.

په کندهار کې معتادین وايي چې نشه یي توکو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې ورځ تر بلې په نشو د روږدو کسانو شمېر زیات شي.

دوی وايي که حکومت د نشه یي توکو د خرڅلاو مخنیوی ونه کړي نو ډېر نوي کسان به هم په نشو اخته شي.

په نشه روږدي جان ګل پنځه ځله درملنه کړې خو بیا هم نه دی توانېدلی چې له نشو لاس واخلي.

هغه وایي چې نشه يي توکو ته لاس رسی اسان دی چې له امله یې تر درملنې وروسته پخواني معتادین بیرته نشو ته مخه کوي.

هغه وايي‌ "زه تر کراچۍ پوري تللی یم د ټول وجود وینه مي بدله کړه خو چې راشم بیرته بیا په اخته شم، ځکه چې حکومت يې مخه نه نيسي او د نشه يي توکو تجارانو ته يې دفعالیت زمینه برابره کړې ده ".

تر درملنې وروسته په نشه يي توکو بیا اخته شوی ګلاب جان وايي چې د درملنې په جریان کې معتادینو ته په روغتیايي مرکزونو کې معیاري خدمات نه رسیږي چې له امله يې روغ شوي کسان د معتادینو په لیدو بیا نشه يي توکو ته مخه کوي.

ګلاب جان وايي "د ناکودک او بولدک په ولسوالۍ کې د نشه يانو د درملنې په مرکزونو کې له معتادینونو سره سخت چلند کیږي کله چې هغوی له یادو مرکزونو څخه را ووځي په زړه کې يې عقده پاته وي او بیرته د نشې استعمال ته مخه کړي".

د کندهار ولایتي چارواکې وايي دوی هڅه کوي د نشه يي توکو د معتادینو د درملنې د مرکزونو په پراختیا سره د ډېرو کسانو درملنه وکړي او ورسره د نشه یي توکو د تولید او کاروبار د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب په دې اړه وايي "رښتیا هم ستونزه موجوده ده موږ تل هڅه کړې چې پدې برخه کې اساسي کار وکړو د درملنې د کلینیکونو د پراختیا او د قانون د تطبیق له لاري موږ کولای شو چي په نشه د اخته کسانو د شمېر په کمولو کې اغېزمن کار وکړو".

په کندهار کې دا مهال په دولتي کچه په نشه د روږدو کسانو د درملنې یو روغتیا يي مرکز فعالیت لري چې د بستر شویو شمېر يې تر ۷۰ تنو رسیږي، چې د ډېرو په باور د دې ولایت لپاره چې د معتادینو شمېر په کې لا زیاتیږي کفایت نه کوي.
XS
SM
MD
LG