د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار او شاوخوا کې کورنیو سبزیجاتو او مېوو د مارکېټ اړتیا پوره کړې


په کندهار او شاوخوا کې کورنیو سبزیجاتو او مېوو د مارکېټ اړتیا پوره کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

په کندهار کې سوداګر وايي چې د سبزیجاتو او تازه مېوو د حاصلاتو په رسېدو سره له څو اوونیو راهیسې د دغه ولایت او شاوخوا سیمو د مارکېټ اړتیا پوره شوې ده.

په کندهار کې سوداګر وايي چې د سبزیجاتو او تازه مېوو د حاصلاتو په رسېدو سره له څو اوونیو راهیسې د دغه ولایت او شاوخوا سیمو د مارکېټ اړتیا پوره شوې ده.

دوی وايي که د سړو خونو پراختیا ته پاملرنه وشي نو هر کال به تر لسو میاشتو د سیمې کرنیز حاصلات د خلګو اړتیاوې پوره کولای شي.

د کندهار د سبزیجاتو او تازه میوو په مارکېټ کې سوداګر وایي چې تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې بهرنیو وارداتو ته هیڅ اړتیا نه ويني.

د تازه میوو پلوورنکی سیف الله وایي چې د میوې له حاصل سره د کروندګرو او سوداګرو ګټه هم زیاته شوې ده،

هغه وايي " الوبالو راغلي دي، ګرینګیچ دی، هندواڼې هم دي، د کندهار اقتصاد ته یې ګټه کړې ده، اوس که دروازه بنده هم وي موږ تاوان نه دی کړی".

په دغه مارکېټ کې د سبزیو پلورونکې وايي چې د کرونا وایروس له امله له ګاونډیو هېوادونو سره د پولو له تړل کېدو سره، سره د سبزیو له کمښت سره نه دي مخ شوي.

دغه پلورونکي وايي چې اوس د رومیانو په ګډون بېلا بېل سبزیجات خپله د سیمي له کښتونو پوره کیږي.

په کندهار کې له یوې میاشتې راهیسې د تازه مېو او سبزیجاتو د حاصل راټولولو موسم پیل شوی خو د نرخ له ټیټوالي يې هم ځمکه وال او هم پلورونکي شکایت کوي.

دوی وایي که دولت د سړو خونو برخې ته پاملرنه زیاته کړي نو د تازه مېوو او سبزیو په ساتلو سره به له يوه پلوه د خپل مارکېټ اړتیا د اوږد مهال لپاره پوره کړي او له بل پلوه به کروندګرو او سوداګرو ته ګټه وکړي.

د کندهار د کرنې اداره وايې چې دوی سږکال د سړو خونو د جوړېدو لپاره ځينې پروژې تر لاسه کړي چې لا یې پلي کولو ته وخت شته.
XS
SM
MD
LG