د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست کروندګر وايي چې سبزیجات د چرسو او تریاکو ښه بدیل دی


د خوست کروندګر وايي چې سبزیجات د چرسو او تریاکو ښه بدیل دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

د خوست ځينې کروندګر وايي د سبزیجاتو په کرلو نه یوازې د کورنۍ نفقه برابروي بلکې په مارکېټ کې د سبزیجاتو د اړتیا په پوره کولو کې هم مرسته کوي.

د خوست ځينې کروندګر وايي د سبزیجاتو په کرلو نه یوازې د کورنۍ نفقه برابروي بلکې په مارکېټ کې د سبزیجاتو د اړتیا په پوره کولو کې هم مرسته کوي.

محمداجان د تېرو څو کلونو راهيسې د خوست مرکز متون سيمه کې پر شاوخوا يو جريب ځمکه مختلف ډوله سبزيجات کري. دی وايي معمولاً کرم، ګندنه، ملي سُرخک، پياز، کشنيز او ځينې نور کرنيز توکي کري او ښه بازار هم لري.

کروندګر محمداجان وايي چې په دې سره هم خپلې اقتصادي ستونزې حلوي او هم د سبزيجاتو له پلوه د هېواد پر ځان بساينه کې مرسته کوي.

هغه وايي " چې سبزي خو روغه وي، ښه کور په کې چليدای شي، ښه کاروبار په کې چليږي. زه خپله اوس په دې پټي کې کار کوم، د کور خرڅه ښه صحيح په کې باسم. چې روغ تخمونه وي، صحيح سبزي وي، کور ښه سړی په کې چلوی شي".

محمدا جان زياتوي چې د سبزيجاتو کرل او پالنه اسانه او د نورو کرنيزو محصولاتو په نسبت يې اقتصادي او ګټور بولي.

دی د ځينو ولايتونو هغو کروندګرو ته چې د کوکنار او يا چرسو کښت يې خپل کاروبار ګرځولی، وړانديز لري چې د سبزيجاتو حلالې کرکيلې ته مخه کړي.

هغه وايي " يوه روپۍ چې حلاله وي، هغه له يو لک روپيو نه ښه ده. سبزي ښه شی دی، چې يو انسان دعا درته وکړي. لکه اوس دا جرجير، کشنيز او کاوو شول، د سړي وجود فايده ترې نه اخلي. اپين د سړي حيات تباه کوي".

محمداجان له دولت نه غواړي چې د کروندګرو لپاره د اصلاح شويو تُخمونو په برابرولو کې هلې ځلې وکړي.

د کروندګرو په وينا د ګرين هاوسونو او سړو خونو جوړول هم د سبزيجاتو په وده او پراختيا کې ډېره مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG