د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست والي: له نشه يي توکو سره د مبارزې په مسئولینو کې اصلاحات راولو


د خوست والي: له نشه يي توکو سره د مبارزې په مسئولینو کې اصلاحات راولو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي چې په دغه ولايت کې له نشه يې توکو سره د مبارزې حکومتي مامورين خپله په نشه يي توکو اخته دي، چې له همدې امله د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه بریالۍ نه ده.

د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي چې په دغه ولايت کې له نشه يې توکو سره د مبارزې حکومتي مامورين خپله په نشه يي توکو اخته دي، چې له همدې امله د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه بریالۍ نه ده.

که څه هم په خوست کې د مخدراتو کښت او توليد نه کيږي، خو د خلکو نيوکه دا ده چې له نشه يي موادو سره مبارزه په هغه ډول مخته نه وړل کيږي، چې د دوی په وينا د قاچاق او خرڅلاو مخه يې ونيول شي.

د خوست والي محمد حليم فدايي د دغې مبارزې د نه بريالي کيدو يو لامل دا بولي، چې ددې ولايت په مرکز او ولسواليو کې يو شمېر هغه حکومتي مامورين چې له دغو توکو سره د مبارزې مسؤليت پر غاړه لري، په خپله د نشه يي توکو په استعمال روږدي دي.

هغه وايي " موږ اطلاعات لرو چې بدبختانه کوم کسان چې له مخدره موادو سره مبارزه کوي دوی په خپله په دې باندې ککړ دي يعنې استعمالوي يې. دا تشويش مو له مرکز سره شريک کړی دی ترڅو موږ وکولای شو دغسې انسانان د نشه يي توکو د ادارو، آمريتونو خصوصاً د ولسواليو په کچه وګمارو چې هغوی په خپله ددې قرباني نه شي".

ښاغلي فدايي وويل، اړينه بولي، چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په ادارو کې ژور اصلاحات راولي. هغه وايي هڅه يې دا ده چې په دغو ادارو کې د نورو ولايتونو اوسېدونکي د مامورينو په توګه استخدام کړي.

والي محمد حليم فدايي زیاتوي " د نشه يي توکو پرخلاف چې څومره مسؤلين مبارزه کوي، دا ټول بايد له سره بايومټريک شي، د دوی طبي معاينات وشي، که هر څوک پر دې باندې مبتلا و د هغه علاج وشي او ترڅنګ يې زه فکر کوم چې بايد بنياد تغير په استخدام کې راشي".

سره له دې چې حکومت په ځانګړې توګه امنيتي منسوبين د نشه يي موادو پرضد د جدي مبارزې خبره کوي، خو عام باور دا دی چې د يادو موادو د خرڅلاو او استعمال په مخنيوي کې ښکاره نتيجه په لاس نده ورغلې.
XS
SM
MD
LG