د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا یو سندرغاړی د هنر له لارې ځوانان له نشو راګرځوي


د پکتیکا یو سندرغاړی د هنر له لارې ځوانان له نشو راګرځوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د پکتیکا سیمه ییز سندرغاړی عبدالله افغان د نشه يي توکو د زیانونو په اړه سندرې وايي، هغه وايي په سندرو کې ځوانانو ته دا پیغام ورکوي چې له نشه يي توکو ځان وساتي.

د پکتیکا سیمه ییز سندرغاړی عبدالله افغان د نشه يي توکو د زیانونو په اړه سندرې وايي، هغه وايي په سندرو کې ځوانانو ته دا پیغام ورکوي چې له نشه يي توکو ځان وساتي.

ځینې سندرغاړي د خوښیو په مراسمو کې داسې سندرې وايي چې د ډېرو په باور ځوانان نشه يي توکو ته هڅوي او د نشه يي توکو ستاینه په کې کیږي.

خو عبدالله افغان وايي چې دا د هنرمندانو مسئولیت دی چې نه یوازې داسې سندرې ونه وايي بلکې په خپلو سندرو کې ځوانانو او ټولنې ته یو پیغام ورکړي.

هغه وايي " مواد مخدر داسې یو عمل دی، که څوک په روږدی شو، نو ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخ کوي، د ژوند خوښۍ ځنې وړي، کورنۍ یې یې درد کوي، زه خپله هڅه کوم داسې څه ووایم چې له هغه سره د نشه يي توکو مخه ونیول شي".

افغان وايي چې په پروګرامونو کې داسې غزل، بیتونه او ټپې وايي چې په هغه کې د نشه يي توکو زیانونه یاد شوي وي.
XS
SM
MD
LG