د لاس رسي وړ اتصالات

هغه ځوان چې د څرخي پله زندان کې په نشه يي توکو اخته شوی


هغه ځوان چې د څرخي پله زندان کې په نشه يي توکو اخته شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

فواد چې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې هیرویین او شیشه څکوي وايي کله چې د کابل په څرخي پله زندان کې بندي وو، په نشه يي توکو اخته شوی دی.

فواد چې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې هیرویین او شیشه څکوي وايي کله چې د کابل په څرخي پله زندان کې بندي وو، په نشه يي توکو اخته شوی دی.

هغه ادعا کوي چې بې ګناه وو خو د غلا په تور په دوو کلونو بند محکوم شو نو له همدې امله یې په زندان کې د نشه يي توکو څکول پېل کړل.

هغه وايي "لږ نه وو، هرځای کې، هره کوټه کې ساقیان وو، خپله بندیان یې خرڅوي".

فواد وايي کله چې بندي وو نو نورو زندانیانو به د هغه په مخ کې نشه يي توکي څکول چې لوګی یې ده ته هم رسېدی چې له څه مودې وروسته دی هم ورباندې اخته شو.

په نشه يي توکو اخته دغه معتاد وايي درې ځله یې د نشه يي توکو د پرېښودلو هڅه کړې خو بریالی شوی نه دی.

د افغانستان په زندانونو کې د نشه يي توکو استعمال یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي، خو چارواکي وايي چې زندانیانو ته د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG