د لاس رسي وړ اتصالات

د معتادینو په منځ کې، په ملا مشهور معتاد


د معتادینو په منځ کې، په ملا مشهور معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

د غزني اوسېدونکی خالقداد چې د ښوونځي د لوستلو تر څنګ یې دیني زده کړې کړي، له ۱۲ کلونو راهیسې پوډر څکوي.


د غزني اوسېدونکی خالقداد چې د ښوونځي د لوستلو تر څنګ یې دیني زده کړې کړي، له ۱۲ کلونو راهیسې خوا پوډر څکوي.

هغه چې معتادین یې د زده کړو له امله درنښت کوي او ملا صاحب ورته وايي، معتادینو ته د غاښ د درد، ټپونو او نورو ناروغیو لپاره دمونه هم ورکوي.

خالقداد وايي هغه وخت په نشو اخته شو چې یو خوږ ملګری یې معتاد شو او د ده له هڅو سره یې بیا هم له نشو لاس وانخیست، نو ده هم ورسره پوډر څکول پېل کړل.

هغه وايي "زه همدلته په غزني کې معتاد شوم. شکر دی چې په دې معتادینو کې زه ملا یم. په خپل مکتب کې مې ديني درس ویلی، لکه تفسیر شریف او نور کتابونه. دا چې زه د غاښونو او نور دمونه کوم له همدې امله مې ټول احترام کوي. دلته هر سړی بېزاره دی ما ته ژاړي چې دم او تعویز ورته وکړم".

خالقداد پر شتمنو غږ کوي چې د معتادینو له کورنیو سره مرسته وکړي، ځکه هغوی له غربت څخه کړیږي، چې باید لاسنیوی یې وشي.
XS
SM
MD
LG