د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د نشه يي‌توکو ضد هڅې ګړندۍ شوي


په ننګرهار کې د نشه يي‌توکو ضد هڅې ګړندۍ شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

د ننګرهار په غني خېلو کې د نشه يي توکو یو بازار چې کلونه مخکې په کې د میلیونونو ډالرو سوداګانې کېدلې، اوس له منځه تللی دی.

د ننګرهار په غني خېلو کې د نشه يي توکو یو بازار چې کلونه مخکې په کې د میلیونونو ډالرو سوداګانې کېدلې، اوس له منځه تللی دی.

د شیرګړ په نوم دغه بازار څو کاله مخکې د اپينو او نورو نشه یې توکو د پېر او پلور لوی مرکز و.

ځايي خلک وايي دلته به له ګڼو ولایتونو نه خلک د اپینو او نورو نشه یې کوتو پېر او پلور ته راتلل او د ورځې په کې د میلیونو ډالرو سودا کېدله.

خو اوس هر څه بدل شوي او د نشه يي توکو دغه بازار له منځه تللی دی.

د ننګرهار امنیه قوماندان وایې د نشه يي توکو د پېر او پلور سره سره یې د کوکنارو له کښت سره هم مبارزه تونده کړې ده.

هغه وايي " وايي په تېرو شپږو میاشتو کې مو د نشه يي توکو پر ضد پنځه سوه عملیات کړي چې په پایله کې یې ۵۵۳ قاچاقبر او کاروباریان نیول شوي او همدارنګه په دغو عملیاتو کې د نشه يي توکو فابریکې له منځه تللې دي."

امنیه قوماندان ایمل نیازی وايي په دغو عملیاتو کې یې ۱۷۳ وسایط او پنځلس زره کیلو ګرامه نشه توکي هم نیولي دي.

قوماندان وایې د دې ولایت څوارلس ولسوالیو کې یې د کوکنار کښت صفر کړی او په پاتې ولسوالیو کې د کرل شویو کوکنارو پر ضد کمپاین روان دی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې په ننګرهارکې د نشه یي توکو د کرکیلې سربیره په لویه کچه د نشه یي توکو قاچاق کیږي چې پولیس یې د کنټرول په هڅه کې دي.

XS
SM
MD
LG