د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې کروندګرو د حکومت له ویرې کوکنار نه دي کرلي


په ننګرهار کې کروندګرو د حکومت له ویرې کوکنار نه دي کرلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

د ننګرهار په هغو سیمو کې چې پخوا کوکنار کرل کېدل اوس ډېری کروندګرو د حکومت له وېرې د کوکنارو له کرلو لاس اخیستی، خو وايي حکومت د کوکنارو د بدیل په برخه کې مرسته نه ده ورسره کړې.

د ننګرهار په هغو سیمو کې چې پخوا کوکنار کرل کېدل اوس ډېری کروندګرو د حکومت له وېرې د کوکنارو له کرلو لاس اخیستی، خو وايي حکومت د کوکنارو د بدیل په برخه کې مرسته نه ده ورسره کړې.

اته څلوېښت کلن عبد الله له نیکونو کروندګر دی، تېرو کلونو کې به یې په همدغه ځمکه کوکنار کرل، خو سږنی کال یې پرې له دې وېرې د غنمو فصل کرلی دی چې ممکن حکومت د کوکنارو فصل واړوي.

هغه د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې ژوند کوي، خو په ګاونډ کې یې ځینو خلکو کوکنار کرلي دي.

عبدالله وايي د کرنې پر مسئولینو غږ کوي چې له هغه سره د کوکنارو د بدیل په برخه کې مرسته وکړي.

هغه وايي" همدا سږنی کال هم د کرنې ادارې د غنمو تخم راکړی دی، خو دومره لږ یې راکړی چې د کرلو نه و".

خو د ننګرهار کرنې اداره وايي له کروندګرو سره یې د اصلاح شویو تخمونو کومک کړی او په هغو سیمو کې به د کوکنارو د بدیل پروژې پلې کړي چې ګټه یې راسا کروندګرو ته ورسېږي.

دا مهال د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې کوکنار کرل شوي چې حاصل ته نژدې شوې دي.
XS
SM
MD
LG