د لاس رسي وړ اتصالات

په نورستان کې د ځنګلونو د پراختیا لپاره هڅې


په نورستان کې د ځنګلونو د پراختیا لپاره هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

په نورستان کې چې د جلغوزیو پراخ ځنګلونه لري کروندګرو ته یې د حاصل ټولولو لپاره عصري قیچي ګانې وویشل شوې، چې له دې سره به د ځنګلونو د زیانمنېدو مخه ونیول شي.


په نورستان کې چې د جلغوزیو پراخ ځنګلونه لري کروندګرو ته یې د حاصل ټولولو لپاره عصري قیچي ګانې وویشل شوې، چې له دې سره به د ځنګلونو د زیانمنېدو مخه ونیول شي.

د نورستان کرنې اداره وايي چې په دغه ولایت کې د جلغوزیو څه باندې درې زره هکټاره ځنګلونه شته، دغه ځنګلونه د خلکو د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کیږی.

د کرنې ریاست چې پر خلکو یې د جلغوزیو راټولولو عصري قیچیګانې ووېشلې وايي، چې سږ کال به د کوکنارو د بدیل لپاره په پنځه سوه جریبه ځمکه کې د جلغوزیو نوی ځنګل جوړ کړي.

د کرنې رئیس عبدالوهاب نسیمي وايي " په نورستان کې به سږ کال په پنځه سوه جریبه ځنګل کې د جلغوزیو ونې کېنوو او دا به ډېرو خلکو ته ګټه ورسوي، ځکه حاصلات به یې زیات شي او همدا شان موږ ۱۲۰ قیچي ګانې خلکو ته وویشلې چې د جلغوزیو حاصلات پرې سم راټول کړي او نوره مرسته به هم وکړو".

هغه وايي که څه هم په نورستان کې اوس کوکنار نه کرل کېږي خو د نویو پروژو په پلې کولو سره به د کروندګرو ستونزې اوارې شي.

ځايي خلک وايي نورستان کې ځنګلونه شته او د قومي ناغو په برکت یې د ځنګلونو د وهلو مخه هم نیولې ده، خو که د کرنې اداره دغه برخه کې کومک وکړي نو له ځنګلونو به د دغه ولایت عاید لا پسې زیات شي.

کروندګر حمیدالله وايي " پخوا به موږ د جلغوزیو ټولولو وخت کې ونې ته ختلو او جلغوزي به مو راشکول، په تېږو به مو ویشتل خو اوس چې یې دا قیچي ګانې راکړې نو زموږ کار به اسان شي او حکومت باید موږ سره نورې مرستې هم وکړي".

په نورستان کې چې خلک یې له کرنې ور ها خوا د ژوند تېرولو لپاره بله چاره نه لري، مسئولین مني چې په کرنیزه برخه کې لکه څنګه چې ښایي هغسې کار نه دی شوی، وايي که دلته پراختیایي پروژې پلې شي نو د خلکو ژوند به هم ورسره ښه شي.
XS
SM
MD
LG