د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د چرسو د بدیلو کښتونو هڅې


په پکتیا کې د چرسو د بدیلو کښتونو هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رياست د دې ولايت په هغو ولسوالیو کې چې چرس کرل کيږي، د بديلو کښتونو د ترويج هڅې کوي.

د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رياست د دې ولايت په هغو ولسوالیو کې چې چرس کرل کيږي، د بديلو کښتونو د ترويج هڅې کوي.

د پکتيا احمد ابا، سيدکرم، اريوب ځاځي او يو شمېر نورې هغه سيمې دي، چې هر کال يې پر آبي او للمي ځمکو پريمانه چرس کرل کيږي چې تر ډېره بريده پر دې سيمو د دولت حاکميت نشته دی.

د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رئیس محمدالدین مومند وايي، هڅې يې پيل کړي، چې په دغو سيمو کې د بديلو کښتونو په توګه زعفران ترويج کړي، ميوه لرونکو باغونو ته پراختيا ورکړي، د مالدارۍ روزنه مسلکي کړي او د ځنګلونو د بيا احيا لپاره هم کار وکړي.

هغه وايي"د ميوه جاتو باغونه دي چې حاصل يې ښه دی. د چارمغزو باغونه دي چې سږ کال مو ۱۹۶ جريبه باغونه مو جوړ کړل. علاوه له دې نه دوی ته مو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکړي دي. سږ کال به هم ۱۸ مټريک ټنه غنم دوی ته ووېشل شي. همدارنګه سږکال غواړو د منډايير ځنګل پر يوه ساحه دوی ته تفريح پارک جوړ کړو. همدارنګه د زعفرانو قطعې هلته جوړوو".

د کرنې او مالدرۍ رئيس محمدالدين مومند له خلکو غواړي، چې يادو کښتونو ته مخه کړي ځکه دا د ټولو مخدره توکو د غوره بديلو کښتونو په توګه پېژندل شوي دي.

په همدې حال کې د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي چې په سيمه کې يې د چرسو کر عام دی، پر دولت نيوکه لري، چې ګوندې د چرسو د بديلو کښتونو د ودې او پرمختيا لپاره يې ورته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

د اريوب ځاځي ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر عبدالبشير ځوانمل وايي ځمکې داسې نه دي برابرې شوي چې څو فصلونه ورکړي له همدې امله کروندګر اړیږي چې چرس وکري.

هغه وايي" دوی ته دا زمينه نه ده برابره شوې چې شنې خونې جوړې کړي، له خپلو ځمکو څخه څو فصلونه واخلي او خپل اقتصاد په پښو ودروي".

په پکتيا ولايت کې د کوکنارو کرکيله شاوخوا لس کاله مخکې صفر شوې ده. دولتي مسوولين وايي، منتظر دي، چې د خپلو هڅو په نتيجه کې د چرسو کښت هم په دغه ولايت کې محوه شي.
XS
SM
MD
LG