د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې کروندګر د کوکنارو پر کرلو پښېمانه دي


ننګرهار کې کروندګر د کوکنارو پر کرلو پښېمانه دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

داسې مهال چې په دغه ننګرهار کې د کوکنارو له کښتونو د حاصل راټولول پېل شوي، کروندګر وايي چې دا کال د اپینو نرخ دومره ټیټ دی چې دوی یې پر کرلو پښېمانه دي.

داسې مهال چې په دغه ننګرهار کې د کوکنارو له کښتونو د حاصل راټولول پېل شوي، کروندګر وايي چې دا کال د اپینو نرخ دومره ټیټ دی چې دوی یې پر کرلو پښېمانه دي.

د حکومت له هڅو او د اپینو د بیې له غورځېدو سره دا کال په ننګرهار کې د کوکنارو په کښت کې کموالی راغلی.

جمال خان چې د ننګرهار په خوږیاڼو کې له خپلو کرلو کوکنارو نه د حاصل په ټولولو لګیا دی، وايي حاصلات یې ډېر دي خو د اپینو نرخونه دومره رالوېدلي دي چې د کوکنارو په کر یې پښېمانه کړل.

هغه وايي " کروندګر له مجبورۍ کوکنار لري، خو اوس چې ګټه په کې نشته، نور به یې کرلو ته زړه ښه نه کړي".

که څه په خوږیاڼو کې به په تېرو کلونو کې له نیمايي په ډېرو ځمکو کې د کوکنارو کر کېدو خو اوس چې د حکومت تر واک لاندې سیمه پراخه شوې، او کروندګرو ته هم ډېره ګټه نه کوي نو د کوکنارو کر هم تر پخوا را کم شوی دی.

ځینې کروندګر وايي چې په خپل سږني فصل دومره پښېمانه دي چې کال ته د کوکنارو د تخم کرلو ته به ګوتې هم ور نه وړي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي چې سږ کال د دغه ولایت له ۲۲ ولسوالیو څخه په شپږو کې یې کوکنار کرل شوي او ځینو ولسوالیو کې یې د کوکنارو اړولو کمپاین هم کړی دی.

د رسمي شمېرو له مخې تېر کال د ننګرهار په کچه پر څوارلس زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
XS
SM
MD
LG