د لاس رسي وړ اتصالات

په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د کوکنارو په کر کې کموالی راغلی دی.


په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د کوکنارو په کر کې کموالی راغلی دی.
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:10 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېر لمریز کال په دغه هېواد کې په ۱۶۳زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، چې د وړم کال په پرتله کموالی ښيي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېر لمریز کال په دغه هېواد کې په ۱۶۳زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، چې د وړم کال په پرتله کموالی ښيي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په ۱۳۹۷ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کر کچه ۲۰۰ او ۶۳زره هکتاره ځمکو ته رسېدله.

دا شمېرې ښيي چې د وړم کال په پرتله په ۹۹زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکو کې کم کوکنار کرل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وايي" په دغه کال کې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د مخدراتو د تولید او قاچاق پر ضد ۳۶۶۱ لوی عملیات کړي او ۴۲۳۵ شکمن کسان یې نیولي دي".

دا وزارت وايي، پدغو عملیاتو کې ۱۱۶۹ ټنه مختلف ډوله نشه يي مواد نیول شوي دي. ترڅنګ یې د هیروئینو د تولید ۹۶ لابراتوارونه او د مخدره موادو ۳۰ لویې زیرمې هم نیول شوي دي.
XS
SM
MD
LG