د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا: له ایران څخه راستانه شوي ډېری ځوانان په نشو اخته دي


پکتیکا: له ایران څخه راستانه شوي ډېری ځوانان په نشو اخته دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

د پکتیکا اوسېدونکي وايي د دې ولایت ډېری هغه ځوانان چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي په نشو اخته شوي او دلته له راستنېدو وروسته یې نور هم په نشو اخته کړي دي.

د پکتیکا اوسېدونکي وايي د دې ولایت ډېری هغه ځوانان چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي په نشو اخته شوي او دلته له راستنېدو وروسته یې نور هم په نشو اخته کړي دي.

د خیرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن عادل وايي، د کټواز ډېری خلک د مزدورۍ لپاره ایران ته ځي او هلته د سخت کار له امله د هیروینو په نشه کیږي.

عادل وايي " دغه کسان چې خپل کلي ته راشي دلته نور خپلوان، کلیوال او ځوانان په مخدره موادو اخته کوي، خو تر اوسه دولت ورته هیڅ پاملرنه نه ده کړې".

د یوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمتین مفتون امریکا غږ ته وویل چې له نږدې ملګرو یې څو تنه هغه مهال په مخدراتو روږدي شول کله چې ایران ته د مزدورۍ لپاره ولاړل.

هغه وايي هڅه کوي له ایرانه راستانه شوي معتادین وهڅوي چې له نشه يي توکو لاس واخلي، خو په دې برخه کې د دولتي مسئولینو جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG