د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د زعفرانو د ترویج هڅې


په پکتیکا کې د زعفرانو د ترویج هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

د پکتیکا د کرنې ریاست د نشه يي‌ توکو د کرکیلې د مخنیوي او د زعفرانو د ترویج لپاره په دغه ولایت کې سږ کال پر کروندګرو ۳۰۰۰ کیلو ګرامه د زعفرانو تخم او د ګل ټولولو وسایل وېشلي.

د پکتیکا د کرنې ریاست د نشه يي‌ توکو د کرکیلې د مخنیوي او د زعفرانو د ترویج لپاره په دغه ولایت کې سږ کال پر کروندګرو ۳۰۰۰ کیلو ګرامه د زعفرانو تخم او د ګل ټولولو وسایل وېشلي.

د پکتیکا د کرنې رئيس ابوبکر حقیار وايي چې دا د دوی تګلاره ده چې کروندګر نه یوازې د نشه يي توکو د کښت څخه مخ وګرځوي بلکې تر چرسو، کوکنارو او نورو نشه يي توکو ډېره ګټه ترلاسه کړي.

هغه وايي" زعفران ښه بازار لري، ښه مارکېټ لري او په پکتیکا ولایت کې ډېره ښه نتیجه ورکوي، نو له دې سره به له یوې خوا د نشه يي توکو مخنیوی وشي او له بلې خوا به کروندګر خپلو اولادونو ته حلال رزق پیدا کړي".

کروندګر د زعفرانو د تخم له وېش څخه خوښ دي او وايي چې ډېری کروندګرو د چرسو او نورو نشه يي توکو د کرلو پر ځای د زعفرانو کښتونو ته مخه کړې ده.

د دې ولایت یو کروندګر نذیر وايي چې د زعفرانو کرل تر نشه يي توکو اسان دي او ګټه یې هم زیاته ده.

هغه وايي " د زعفران کار تر نشه يي توکو اسان دی، ګټه یې هم ډېره ده، حلاله روزي ده، که ټول کروندګر دغه ډول کښتونه وکري په افغانستان کې به نشه يي توکي کم شي".

د کرنې مسئولین وايي چې تر دې وړاندې یې هم په پکتیکا کې د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو لپاره تخمونه وېشلي او تر دې وروسته به هم له کروندګرو سره مرسته وکړي چې له خپلو کروندګو ډېره او حلاله ګټه ترلاسه کړي.
XS
SM
MD
LG