د لاس رسي وړ اتصالات

د ښوونځي ۱۶ کلنه زده کوونکې څنګه په ټابلیټ کا او بیا نورو نشو اخته شوه؟


د ښوونځي ۱۶ کلنه زده کوونکې څنګه په ټابلیټ کا او بیا نورو نشو اخته شوه؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

د ښوونځي زده کوونکې صدف ته یې ملګرو په لومړیو کې ټابلیټ کا ورکوله، چې وروسته په تریاکو، شیشه او هیروینو روږدې شوه، هغه وايي په پېل کې یې نشه يي توکي وړیا راکول او وروسته یې راباندې پلورل.

د ښوونځي زده کوونکې صدف ته یې ملګرو په لومړیو کې ټابلیټ کا ورکوله، چې وروسته په تریاکو، شیشه او هیروینو روږدې شوه، هغه وايي په پېل کې یې نشه يي توکي وړیا راکول او وروسته یې راباندې پلورل.

شپاړس کلنه صدف چې دا مهال په کابل کې په یوه روغتیايي مرکز کې تر درملنه لاندې ده وايي، کله چې به له ښوونځي رخصت شولو د ټولګیوالو کورونو ته به تلو چې د نشې کولو لارې زده کړو.

هغه وايي " ملګرو مې په لومړیو ورځو کې نشه يي توکي وړیا راکول، خو کله چې روږدې شوم بیا یې یوه پوړۍ په دوه- درې سوه راباندې خرڅول، یوه ټابلیټ کا به یې په پنځوس- دوه سوه افغانۍ راکوله".

صدف چې پنځه میاشتې کیږي په نشو اخته شوې ده، وايي کله چې مې درملنه خلاصه شوه، لومړی به خپلې زده کړې پیلوم، نه غواړم بیا په نشو اخته شم او دې حالت ته راوګرځم.
XS
SM
MD
LG