د لاس رسي وړ اتصالات

د ښرنې دوکانداران د نشه يي‌توکو پر ضد هڅې کوي


د ښرنې دوکانداران د نشه يي‌توکو پر ضد هڅې کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

د پکتیکا د مرکز ښرنې د دوکاندارانو ټولنه وايي چې په ښار کې یې د نشه يي توکو د پېر او پلور، قاچاق او کارونې مخنیوی کړی او په دې برخه کې له دولت سره همکاري کوي.

د پکتیکا د مرکز ښرنې د دوکاندارانو ټولنه وايي چې په ښار کې یې د نشه يي توکو د پېر او پلور، قاچاق او کارونې مخنیوی کړی او په دې برخه کې له دولت سره همکاري کوي.

د دغې ټولنې غړي وايي چې څو میاشتې وړاندې د دغه ښار په ځینو ځایونو کې د نشه يي‌توکو پلورونکي او د کارونې ځایونه موجود و، خو د پولیسو په همکارۍ یې مخه نیولې ده.

د ښرنې د دوکاندارانو ټولنې مشر عبدالخالق وايي، چې د دولت په همکاري یې په دغه ښار کې د نشه يي توکو د کاروونکو ښکاره ځایونه له منځه وړي.

هغه وايي" په اونۍ یا دوو کې د دغې اتحادیې مشر او غړي یې له دوکاندارانو سره یو ځای د ښار په واټونو ګرځي، که په کومه ساحه کې داسي څه وویني، چې خلک پکې نشه يي توکي کاروي، نو مخه یې نیسي".

د دې ټولنې یو غړی محمد ناصر وايي، چې د دوی تر هڅو وروسته اوس په دې ښار کې د نشه يي توکو د پېر او پلور هېڅ ښکاره ځای نشته.

د پکتیکا ولایت په ارګون کې بیا په زیات شمېر د معتادینو مشخص ځایونه شته چې په ښکاره ډول په کې نشه يي‌توکي کاریږي.

د ارګون اوسېدونکي پر حکومت غږ کوي چې د نشه يي‌توکو د کاروبار او کارونې مخه دې ونیسي، که نه د معتادینو شمېر به ورځ تر بلې نور هم زیات شي.
XS
SM
MD
LG