د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو په دریو میاشتو کې د نشه يي توکو ۱۷۳ قاچاقبر نیولي دي


افغان ځواکونو په دریو میاشتو کې د نشه يي توکو ۱۷۳ قاچاقبر نیولي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي د تېر لمریز کال د وروستیو دریو میاشتو په پرتله د روان کال په دغه ټاکلې موده کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو په نیولو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي د تېر لمریز کال د وروستیو دریو میاشتو په پرتله د روان کال په دغه ټاکلې موده کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو په نیولو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې د تېرکال په وروستیو دريو میاشتو کې پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق د ۲۶۷ قضیو په تړاو په ټول افغانستان کې ۳۱۷ تنه نیولي وو خو سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې دا شمېره ۱۷۳ ته راکښته شوې ده.

د یاد مرکز د مطبوعاتو د برخې مسول خالد موحد د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "د روان کال په لومړۍ ربع کې په مجموعي ډول ۱۳۲ قضیې چې په کې د یو بهرني او درېيو ښځو په ګډون ۱۷۳ تنه شکمن شامل دي د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه عدلي او قضايي مرکز ته رسېدلي دي، چې ټولې قضیې په ۷۲ ساعتونو کې د دې مرکز د پولیسو له خوا ورته لازمه رسېدنه شوې او وروسته د لا زیاتو څېړنو لپاره د دې مرکز څارنوالۍ ته سپارل شوي دي".

د یاد مرکز مسئولین وايي افغان ځواکونو له دغه شمیر قاچاقبرانو څخه ۵۶ بېلابیل ډوله موټر، ۲۰۴ موبایلونه، ۱۵میله وسلې، نږدې پنځه میلیونه او ۳۴۰زره افغانۍ او ۳۷۸۹ ډالر هم ترلاسه کړي دي.

ښاغلي موحد دغه راز وویل چې د دې مرکز لومړنۍ محکمې د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۲۱۱ تنه چې په کې ۱۱ دولتي کارکوونکي او درې ښځې شاملې دي تر ۲۰زره افغانیو نقدي جریمه او د حبس تر ۳۰ کلونو سزا اورولې ده.

هغه زیاته کړه چې د عدلي او قضايي ځانګړي مرکز د استیناف محکمې بیا په دې موده کې د ۱۲ دولتي کارکوونکو په ګډون ۱۰۵ تنه په مختلفو تنفیذي حبسونو محکوم کړي دي.

ښاغلی موحد وايي د روان کال په تېرو دریو میاشتو کې پولیسو له قاچاقبرانو څخه نږدې ۱۷۰ کیلو ګرامه هیرویین، ۵۳ کیلوګرامه مورفین، شپږ ټنه اپین، څه باندې اوه ټنه چرس، له ۱۳۵ کیلو ګرامو څخه زیاته شیشه او څه باندې دوه کیلو ټابلیټ کا نیولي دي.
XS
SM
MD
LG