د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست سندرغاړي او نشه يي توکو ته د هڅونې سندرې


د خوست سندرغاړي او نشه يي توکو ته د هڅونې سندرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په خوست کې سیمه ییزو سندرغاړو چې پخوا یې په ودونو او نورو مراسمو کې د نشو په اړه سندرې ویلي، اوس له هغه ډول سندرو لاس اخیستی چې ځوانان يې د نشه يي موادو څکولو ته هڅول.

په خوست کې سیمه ییزو سندرغاړو چې پخوا یې په ودونو او نورو مراسمو کې د نشو په اړه سندرې ویلي، اوس له هغه ډول سندرو لاس اخیستی چې ځوانان يې د نشه يي موادو څکولو ته هڅول.

دولتي مسئولينو له شاعرانو هم غوښتي دي، داسې شعرونه وليکي چې ځوانان د اعتیاد پر ځای ښو کارونو ته وهڅوي.

وروسته له هغه چې په ودونو او د ښادۍ په نورو پروګرامونو کې د محلي سندرغاړو له لورې نشه يي موادو ته د ځوانانو د هڅونې پر سندرو نيوکې زياتې شوې، سندر غاړو تر ډېره بريده له دا ډول سندرو لاس اخيستی دی.

دلاور غمځپلی چې د خوست سیمه ییز سندرغاړی دی وایي د داسې سندرو ويل چې ځوانان د مخدراتو څکولو ته هڅوي، مناسبې نه دي.

هغه له ټولو سندغاړو غوښتنه لري چې د تل لپاره له دې کاره لاس په سرشي.

هغه وايي" هغه شان له څنګه چې د سندرو حق دی او اصول يې دي، په هغه شکل سره تاسو خلک ښو ته راوبولئ، له بدو نه يې منع کړئ. چټيات زموږ مسؤليت دی. چې څومره جرم په موسيقۍ کې دی، په دې سل چنده به له دوی نه د چټياتو پوښتنه په قيامت کې وشي".

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد انور زاهد وايي، له محلي سندرغاړو سره په مسلسلو ناستو کې يې هغوی ته قناعت ورکړی، چې د يو څو پيسو په بدل کې د ځوانانو راتلونکی برباد نه کړي.

هغه له شاعرانو هم وغوښتل چې سندرغاړو ته داسې شعرونه وليکي، چې نه يواځې ځوانان اعتياد ته ونه هڅوي، بلکې د ټولنې د لا پرمختګ او سوکالۍ لامل وګرځي.

هغه وايي‌" موږ دوی ته ويلي چې ځوانان مخدره موادو ته ونه هڅوي. زياتره سندرغاړو دا ژمنه عملي کړې ده. موږ هڅه کوو چې ټول سندرغاړي له دا ډول سندرو ويلو راوګرځوو".

تر دې مخکې د ښادۍ په پروګرامونو کې د نشه يي موادو په اړه سندرې ويل کيدلې. د خلکو په وينا دغو سندرو ځوانان مستقيماً نشې ته هڅول او د هغوی راتلونکی يې له ناڅرګند برخليک سره مخ کاوه.
XS
SM
MD
LG