د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ځوانو معتادو نجونو د درملنې مرکز


کابل کې د ځوانو معتادو نجونو د درملنې مرکز
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په کابل کې د ځوانو معتادو نجونو د درملنې په یو مرکز کې ۵۰ نجونې چې په مختلفو نشه یي توکو روږدې دي تر درملنې لاندې دي او تر څنګ یې زده کړې هم ترلاسه کوي.

په کابل کې د ځوانو معتادو نجونو د درملنې په یو مرکز کې ۵۰ نجونې چې په مختلفو نشه یي توکو روږدې دي تر درملنې لاندې دي او تر څنګ یې زده کړې هم ترلاسه کوي.

د دغه مرکز مشره تورپیکۍ ځاځۍ وايي چې دلته معتادې نجونې تر شپږو میاشتو پورې تر درملنې لاندې وي او له هغې وروسته رخصتېږي.

هغه وايي " د درملنې تر څنګ بېلا بېل ټولګي ورته لرو، چې په هغو کې حرفوي زده کړې ترلاسه کوي، او د سالمو کسانو په توګه ټولنې ته وړاندې کیږي".

دا مرکز چې په یو وخت د پنځوسو ناروغانو د درملنې ظرفیت لري په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شوی او تر اوسه یې د شاوخوا ۶۰۰ نجونو درملنه کړې ده.

د مرکز مسئولین وايي چې دلته ټولې تداوي شوې نجونې اوس له نشه يي توکو څخه پاک ژوند لري، او ځینې یې په بېلا بېلو برخو کې په کار بوختې دي.
XS
SM
MD
LG