د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو د لسو قاچاقبرانو لست ډاګیز کړ


کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو د لسو قاچاقبرانو لست ډاګیز کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو د لسو لویو قاچاقبرانو لست خپور کړی او د هغوی په موندلو باندې یې انعام ایښي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو د لسو لویو قاچاقبرانو لست خپور کړی او د هغوی په موندلو باندې یې انعام ایښي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپور شوي لیست کې یوازې د دغو کسانو نومونه ذکر شوي او د بشپړ هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

۱. صمیم د فقیر شاه زوی

۲. عزیزالدین د محمد قاسم زوی

۳. فرید د خدا داد زوی

۴. متین د عبدالرشید زوی

۵. عبیدالله د خیرالله زوی

۶. نجیب‌الله د مجیب زوی

۷. جمع مراد د دولت مخدوم زوی

۸. سیدجان

۹. توریالی

۱۰. شیر عزیز

دا هغه کسان دي چې د کورنیو چارو وزارت په لست کې شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین امریکا غږ ته وویل "زموږ غوښتنه دا ده چې د هغوی په نیولو کې له موږ سره همکاري وشي، هر څوک چې له موږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي، هغوی ته به انعام هم ورکړل شي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو په اساس پولیسو په ۲۰۱۹ کال کې د مخدره موادو ۴۲۳۵ تنه قاچاقبران نیولي چې په کې ۲۳ تنه لوی قاچاقبران، ۶۸ تنه دولتي کارکوونکي، ۹۶ ښځې، ۹ ماشومان او ۸ تنه بهرنیان شامل دي.
XS
SM
MD
LG