د لاس رسي وړ اتصالات

نفیسه: خپل تره په نشو اخته کړم


نفیسه: خپل تره په نشو اخته کړم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

هغه ښځه چې خپل تره په نشه يي توکو روږدې کړې، څلور ځله هڅه کړې چې له نشه يي توکو ځان وژغوري خو بریالۍ شوې نه ده، خو وايي دا ځل یې پرېږدم.

هغه ښځه چې خپل تره په نشه يي توکو روږدې کړې، څلور ځله هڅه کړې چې له نشه يي توکو ځان وژغوري خو بریالۍ شوې نه ده، خو وايي دا ځل یې پرېږدم.

نفیسه چې له اوولسو کلونو راهیسې په نشه يي‌توکو روږدې ده، د پنځم ځل لپاره په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په سل بستریز مرکز کې بستري شوې ده.

نفیسه وايي شاوخوا اولس کاله مخکې کله چې یې ځان درد کوه خپل تره ورته اپین ورکړل ترڅو دردونه یې ښه شي خو د وخت په تېرېدو سره لومړی پر اپینو او وروسته بیا په هیروئینو روږدې شوه.

هغه وايي " یوه ورځ مې ځان درد کاوه، تره مې چې اوس هم له موږ سره ژوند کوي‌،‌ راته یې وویل یو دوه دوده وڅکه ښه کېږې‌،‌ پخوا یې راباندې اپین څکول خو دا ځل یې راته هیروئین راکړل،‌ څلور پنځه دوده مې څکول آرامه کېدمه".

نفیسه وايي دا ځل یې ټینګ هوډ کړی چې له نشه يي توکو څخه ځان وژغوري او له خپلې کورنۍ سره عادي ژوند ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG