د لاس رسي وړ اتصالات

هغه مور چې د خپلې لور د بېلتانه له امله معتاده شوې


هغه مور چې د خپلې لور د بېلتانه له امله معتاده شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

یلدا هغه ځوانه مور ده چې د خپلې لور له زیږولو ۲۵ ورځې وروسته یې هغه یوې بلې ښځې ته ورکړه ترڅو سمه پالنه یې وکړي.


یلدا هغه ځوانه مور ده چې د خپلې لور له زیږولو ۲۵ ورځې وروسته یې هغه یوې بلې ښځې ته ورکړه ترڅو سمه پالنه یې وکړي.

یلدا وايي خپله لور یې نه شوای ساتلی، نو ځکه یې بلې کورنۍ ته وسپارله او له هغه وروسته یې د لور د بېلتانه او یوازیتوب له امله نشه‌يي توکو ته مخه کړه.

هغه وايي "زه له نهو میاشتو راهیسې مخدره مواد کاروم، یوازې شیشه مې څکل، کله مې هیروئين، چرس، سګریټ اوشراب هم څکل. زه ځکه معتاده شوم چې ما یوه ۲۵ ورځنۍ لور درلوده، له مېړه څخه مې طلاق اخیستی خپله لور مې ساتلی نه شوه، بل چاته مې ورکړه، د هغې د بیلتانه درد مې ونشو زغملی او معتاده شوم"

یلدا وايي له یوې خوا خوشحاله ده چې لور یې په یو سم او ښه ځای کې لویېږي او څوک ورته د مور د معتادۍ پیغور نه ورکوي.

یلدا اوس له یوې میاشتې راهیسې په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په سل بستریز مرکز کې تر درملنې لاندې ده.

نوموړې وايي چې اوس یې روغتيا ښه شوې ده، خو خپل راتلونکې ژوند هیڅ هیله‌منده نه ده.
XS
SM
MD
LG