د لاس رسي وړ اتصالات

هغه نجلۍ چې غواړي خپله معتاده مور له نشو وژغوري


هغه نجلۍ چې غواړي خپله معتاده مور له نشو وژغوري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

دیارلس کلنه رقیه چې مور او پلار یې له شاوخوا شلو کلونو راهیسې په نشه يي توکو روږدي دي هڅه کوي چې مور یې له نشو لاس واخلي او عادي ژوند ته راوګرځي.

دیارلس کلنه رقیه چې مور او پلار یې له شاوخوا شلو کلونو راهیسې په نشه يي توکو روږدي دي هڅه کوي چې مور یې له نشو لاس واخلي او عادي ژوند ته راوګرځي.

رقیه چې مور او پلار یې په ماشومتوب کې یوازې پرې ایښې وه وايي کله چې را لویه شوه نو خپله معتاده مور یې اړه کړه چې د معتادینو د درملنې په مرکز کې بستره شي.

هغه اوس په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو په ۱۰۰ بستریز مرکز کې د ماشومانو د ساتنې دنده لري او هره میاشت ۵۰۰۰ افغانۍ معاش هم ترلاسه کوي.

رقیه چې د کار تر څنګ زده کړې هم کوي، د ښوونځي په اووم ټولګي کې ده او غواړي ډاکټره شي.

هغه وايي "زه ځکه غواړم ډاکټره شم لکه څنګه چې دلته ډاکټرانې زما د مور درملنه کوي زه هم غواړم چې طب ولولم او د معتادینو درملنه وکړم".

د رقیې په خبره د مور له امله یې پلار هم په نشه يي توکو اخته شوی چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې ورک دی او د دوی پوښتنه نه کوي.
XS
SM
MD
LG